لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځينې ډلې دې د پاکستان پوځ نه بدناموي - اي ايس پي ار


فایل تصویر
فایل تصویر

واشنګټن - د پاکستان د پوځ د 79th فارميشن کمانډرز کانفرنس چې په کور کمانډرز ميټينګ هم ياديږي د نهې/سې شنبې په ورځ د ملک د امن امان د صورتحال د جاج اخستلو په غونډه کې د پوځ خلاف روان کمپين ته هم کتنه کړې او دا يې د پوځ د بدنامولو هڅه بللې.

د پوځ ميډيا څانګې ايي ايس پي ار په خپل پرېس ريليز کې ويلي “غونډې د پوځ خلاف د روانې پروپيګنډې جاج اخستلی چې ځينې طبقې لګيا دي پوځ بدناموي او مقصد يې د پوځ او ولس تر منځ بيلتون راوستل دي. قامي امنيت د هر څه نه مقدم دی. پوځ تل د رياستي ادارو د حفاظت د پاره دی او ورسره ولاړ دی”.

په پوځي پرېس ريليز کې د کوم خاص ګوند یا ډلې نوم نه دی اخستل شوی خو د عمران خان د حکومت د کوزېدو وروستو ليدل کيږي چې د عمران خان پلويان د پوځ او په خاصه توګه د پوځ د مشر جنرل باجوه خلاف شوي دي.

دعمران خان ملګري جنرل باجوه ته ولې غصه دي؟

په ځای د دې چې د پاکستان تحريک انصاف د ولسي مظاهرو او سوشل ميډيا ټرېنډز د حکمران سياسي اتحاد په ضد وی خو برعکس دغه ټول زور د پوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه خلاف ليدل کيږي.

د ګوند د ملاتړو د ملک په بيلا بيلو ښارونو کې مظاهرې چې ويډيوګانې يې په سوشل ميډيا خورې شوي ښايي د مظاهره کوونکو ډېر شعارونه د پاکستان د پوځ د مشر خلاف دي چې ترېنه استعفا غواړي او پکې ورته غدار او تسليم شوی وايي او نوي حکومت ته پکې ايمپورټېډ حکومت هم وايي.

البته د پښتون ژغورنې غورځنګ پي ټي ايم په غړو په جلسو کې د پوځ خلاف په شعارونو د ملک په ډېرو برخو کې د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمې جوړې شوي چې د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ يو منتخب غړی علي وزير هم پکې په جېل کې بند دی.

د جنرل باجوه خلاف په ټوېټر ټرېنډز

‎دا په وړومبي ځل ليدل کيږي چې د تحريک انصاف پلويان د جنرل باجوه نه د استعفا غوښتنه په دې بنياد کوي چې د پوځ مشر امريکا ته تسليم شوی او د عمران خان د حکومت ملاتړ يې نه دی کړی.

عمران خان د سپريم کورټ د فيصلې وروستو چې اسمبلي يې بيرته په ځای کړه په خپله يوه وينا کې ويلي وو اپوزيشن نيوټرل ايمپاير نه مني او د مسلم ليګ ن نايب صدر مريم نواز ويلي وو اطمنان لري چې ايمپايرز نيوټرل دي او دا هم يوه لويه ګټه ده.

دواړو خواو دا نه دي څرګند کړي نيوټرل ايميايرز څوک دي خو څېړونکي د پاکستان ايسټيبلېشمېنټ ته ګوته نيسي چې تر ډېره واک يې د پوځي چارواکو په لاس کې دی. پوځ وايي په سياست کې کار نه لري.

د عمران خان پلويان د وزيرستان په خړ کمر کې د پي ټي ايم د مظاهره کونکو د وژلو وروستو د پوځ د دريځ سره ولاړ وو خو ولې اوس يو دم خلاف شوي چې بېلګه يې د تحريک انصاف د ملاتړو څو ټويټونه دي چې دلته يې درسره شريکوو.

د عمران خان په ټوېټر يوه ملاتړې پاڼه پاکستاني عوام ليکي “باجوه تاته معلومه وه خو تا هيڅ ونه کړل. بنګړي په لاس کړه”.
د پاکستان ايف ايي ای ادارې په نزدې وخت کې د يو تن په نوم 2100 جعلي اکاونټونه رابرسېره کړي او د جنرل باجوه خلاف په ټوېټر نزدې دوه ميلين خلکو په يو وخت کې ټرېنډ چلولی.

د جنرل باجوه خلاف د امريکا د ملګرتيا په تور يو بل تن اوبير خان ليکي “د ټولو زړه ماتونکې برخه دا ده چې په کوم پوځ وياړ کوو هغه امريکا ته په ګوډو شو چې غواړي هغه ټول غله ډاکوان بيرته راولي چې پوځ ته کنځلې کوي او رياست چور کوي. ښاغلی نديم انجم (ايي ايس ايي مشر) او ښاغلي باجوه تاسو د ولس او پوځ تر منځ د لسګونو کالو اړيکو ته زيان واړولو. مبارک مو شه”.

د دې ګنګوسو په اړه چې جنرل باجوه نور هم خپل ميعاد غځول غواړي او عمران خان ورسره نه مني نو ځکه شخړه جوړه شوې يوه بله د ټوېټر فعاله امنه خان ليکلي “دا څوک دي چې دباجوه د ميعاد خبره کوي؟ هغه دا انقلاب نه ويني؟ بيا به هم ناپوهه وي چې دغه غدار د يوې ورځې د پاره وزغمي. دی به ځي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG