د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان نوي منتخب شوي وزيراعظم شهباز شریف ته په وزيراعظم جوړېدو اومبارکي ويلې ده
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (13 اپرېل) د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن لخوا په جاري کړي بيان کې ويلي،
"امریکا او پاکستان د 75 کلونو راهسې پراخې اړيکې لري شريکې ګټې يې دي او امریکا دغو اړيک ته اهميت ورکوي".
امریکې شهباز شريف ته په وزیراعظم جوړېدو اومبارکي ويلې او زياته کړې يې د پاکستان سره د اوږدې مودې همکاري ګوري.
په بيان کې ويل شوي امریکا یو پياوړی، خوشاله او سياسي پاکستان د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.
له دې وړاندې پاکستان ويلي وو، امن او سلامتۍ ته د ودې ورکولو د پاره امريکا سره د ښه اړيکو خواهش لري.
په پاکستان کې جوړ شوي نوي حکومت لېوالتيا څرګنده کړې ده چې په مثبته او تعميري بنيادونو د امريکا سره اړيکو ته وده ورکړي او په سيمه ييزه کچه امن، ثبات او پرمختيا مخ په وړاندې بوځي.
د پاکستان د مخکني وزیراعظم عمران خان د خپل حکومت په وروستیو کې چې پرضد یې عدم اعتما وړاندې شوی ، تور لګولې وو چي امريکا د هغه د لرې کولو سازش کوي او مخالفه ګوندونه ورسره په دغه سازش کې شريک دي. خو امریکا دغه تورونه رد کړي او په پاکستان کې مخالفه ګوندونو د عمران خان دغه بيان دروغ بللی وو.