لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ ويلي، د (ټي ټي پي) سره د مزاکراتو عمل ختم شوی دی


د پاکستان پوځ ويلي، د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره يې د مزاکراتو عمل ختم شوی دی، څيړونکي وايي ټي ټي پي تور لګولی وو حکومت يې شرايطو منلو ته نه وو تیار، او هغه وخت حکومتي وزيرانو ويلي وو کوم خلک چې ايين او قانون مني او دغه دايرې ته راځي پاکستان ورسره خبرو ته تيار دی.

د ټي ټي پي سره د خبرو د عمل ختمېدو وروسته په قبايلي ضلعواو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې هم د بدامنۍ پېښو زور اخستی دی.

د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرل بابر افتخار د ټي ټي پي سره د مذاکراتو ختمېدو خبره پرون د زیارت په ورځ (14 اپرېل) خبري غونډې ته په وېنا کې بيا تکرار کړې ده.

د ټي ټي پي سره د مزاکراتو ختمولو خبره په داسې حال کې شوې چې د باجوړ پوليس وايي د چارمنګ په علاقه کې د افغانستان له لوري دوه راکټ ګولۍ داغل شوي، خو کوم ځاني زيان پکې نه دې اوښتي او د چارمنګ په يو کلي د نامالومه وسله والو په ډزو کې يو تن وژل شوی او دوه زخميان شوي دي.

د افغانستان د لوري نه د بريدونو په اړوند وړاندې هم پاکستاني چارواکو دعوې کړي خو اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت او له دې وړاندې نورو حکومتونو هم تل د پاکستان دغه دعوې رد کړي او په پاکستان کې دغه ډول تورونه لګول شوي چې وسله والو د پاکستان خاوره د افغانستان پرضد کارولې ده.

د تازه پېښو زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

د پوځ وياند ويلي "اوس مهال هيڅ قسمه مزاکرات نه کيږي، او مونږ د هغوي خلاف عمليات کوو او ښه سم دم زيان يې ورته اړولی دی، په قبايلي ضلعو کې او چرته چرته چې دوي عمليات کوي، او دې د پاره زمونږ افسرانو او سپايانو ډيرې قربانۍ ورکړي دي او د مزاکراتو اوس کومه داسې خبره نشته".

د شمېرو ترمخه سږ کال د تيرو مياشتو په پرتله روانه مياشت د امنيتي ځواکونو د پاره زياته خونړۍ وه، پوليس، پوځيان او ملېشې عسکر د خېبر پښتونخوا په بېلا بيلو سيمو کې په نخښه شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان روانه مياشت د البدر عملياتو په نوم د 17 بريدونو زمه واري په غاړه اخستې، او د مارچ په مياشت کې يې د 39 بريدونو دعوه کړې وه، په دې کې اکثر له بريدونه ځايي حکومتي چارواکو تاييد کړي ديږ

د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود ډيوه ته ويل د مزاکراتو لړۍ د تيرو څو هفتو نه ودريدلې ده، د کال 2021 د جنورۍ په مياشت کې د حکومت او ټي ټې پي ترمېنځه د يو مياشتې اوور بند اعلان شوی وو خو د اوور بند ختمېدو وروسته د وسله والو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی او د ځايي مشرانو د جرګو باوجود هم بيا اووربند نه دی شوی.

منصور محسود وويل" ټي ټي پي غواړي چې وزيرستان او نورې قبايلي ضلعې دې ورته حکومت خالي کړي، او دا به مونږ ته حواله کوي، پينځه زره قېديان به حکومت ازادوي، او چې کوم نقصان شوی هغه به حکومت وربرابروي، نو که حکومت دا غوښتنې ومنې خو بيا به داسې ښکاري چې حکومت شکست وومنو".

د جنورۍ په مياشت کې هغه وخت د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي وو د 15 اګست نه وروسته په پاکستان کې په ترهګرۍ کې اضافه شوې ده.

په 15 اګست طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی وو. او له دغې وروسته چې په پاکستان کې او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې په امنيتي ځواکونو څومره بريدونه شوي او د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي په هغو کې د زياترو زمه وارۍ لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

شېخ رشيد هم د طالبانو سره د مذاکراتو ختمولو خبرې کړې او زیاته کړې يې وه، چې کوم خلک ايين او قانون مني او دغه دايرې ته راځي پاکستان ورسره خبرو ته تیار دی خو کوم خلک چې سختې غوښتنې کوي، چې د پاکستان د سالميت سره ټکر اخلي، د هغو سره به ټکر وهل کیږي، خو د ټکر وهلو دپاره ویل ضروري نه دي چې چرته عمليات کيږي.

هغه ويلي وو پوځ هره ورځ د ترهګرۍ پرضد جنګيږي، هغه زیاته کړه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې پوځ عملیات کوي، او په سيند او پنجاب صوبو کې سي ټي ډي لګيا دی.

څيړونکی او خبريال طاهرخان وايي ټي ټي پي حملې زياتې کړي دي په افغانستان کې هم ټي ټي پي ته هغه پخوانی خطر نشته وړاندې به د ډرون او د افغانستان امنيتي ځواکونو خطر موجود وو.

تېر کال په نهم نومبر د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې ډزبندي اعلان کړې وه، خو په نهم دسمبر ناوخته مطبوعاتو سره په شريک کړي بیان کې ټي ټي پي تور لګولی وو چې حکومت ورسره کړې معاهده نه ده پوره کړې. او د يوې مياشتې ډز بندي يې ختمه کړې وه.

د جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي وواو ویلي وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG