لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوپ فرانسېس: امن ممکن دی، امن یو فرض دی، امن د هرچا اهمه ذمه واري ده


واشنګټن - د کاټولیکو عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسېس د اتوار/یکشنبې په ورځ چې د عیسایانو د ایسټر اختر ورځ وه، په ټولې نړۍ غږ وکړ چې د تشدد او شرارت لاره دې نه نیسي او د امن و امان لاره دې خپله کړي. پوپ فرانسېس په ډېرو احساساتي الفاظو، اوکراین کې د جنګ د ختمېدو خواست وکړ او په خلکو یې غږ وکړ چې د سولې غږ دې اوچت کړي او د ظلم او بې مفهومه ورانیو د ختمېدو غوښتنه دې وکړي.

پوپ فرانسېس د نړې د نورو مسئلو ترڅنګ، پخپلو دعاګانو کې د افغانستان یادونه هم وکړه او له خدایه یې وغوښتل چې په افغانستان کې دې انساني بحران ختم کړي. پوپ فرانسېس پخپلو دعاګانو کې همدا راز منځنی ختیځ، لیبيا، یمن، او میانمر هم یاد کړ او په ټولې افریقې کې یې هم د امن و امان راتلو دعا وکړه.

ایسټر هر کال د عیسایانو د یو مذهبي اختر په توګه لمانځل کیږي، خو دا تېر دوه کاله چې کرونا عالمي وبا خوره شوې وه، د ایسټر ورځې هغسې نه لمانځل کېدلې لکه مخکې چې رواج و. سږ کال چې د سفر کولو محدودیتونه اکثره کم شوي دي، د اتوار/یکشنبې په ورځ عیسایانو د ایسټر ورځ په ډېر جوش ولمانځله او لسهاوو زره کسان د پوپ لیدلو او د هغه د دعاګانو اخیستو دپاره واټیکان ته تللي و.

د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ فرانسېس پخپلو ویناوو کې هیله وښوده چې اوکراین کې ډېر ژر بېرته امن قایم شي. هغه نړېوالو ته وویل چې د جنګ معمولي ګرځولو نه ډډه وکړي. پوپ فرانسېس دا آرزو هم وښوده چې ډېر ژر دې نړۍ کې د ښو امیدونو دور پیل شي.

پوپ فرانسېس خپل د ایسټر ورځې وینا په یو قوي پیغام پای ته ورسوله: "امن ممکن دی، امن یو فرض دی، امن د هرچا اهمه ذمه واري ده."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG