لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان او ډېره اسماعيل خان کې، د دوه افسرانو په ګډون څلور تنه په ډزو وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې دوه تنه نامالومه کسانو په ډزو وژلي دي، دغه ډول پېښه په ډېره اسماعيل خان کې هم شوې او دوه سرکاري افسران د نامالومو کسانو د ډزو ښکار شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پېښې په اړه د میر علي تاڼې چارواکي وایي دا پیښه تیر ماښام د میر علي بازار په هرمز اډه سیمه کې شوې ده.

د دوی په خبره د وژل شوو کسانو پیژند ګلو د عدنان محمود او شفیع الله په نومونو شوې چې د کوهاټ ضلعې لاچۍ سیمې اوسیدونکي دي او په اېف سي ځواک کې د بهرتۍ دپاره راغلي وو.

د پولیسو په وینا د پېښې مقدمه یې د نا مالومه کسانو پضد درج کړې چې د ترهګري مادې یي پکې شاملې کړي او پلټنې یې پیل کړي دي.

تر دې مهاله دې پیښې زمه داري چا نه ده منلې.

بل لور ته هم تېر ماښام د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د نامالومو وسله و الو په ډزو کې د ایکسایز او انټي نارکاټیکس محکمې دوه افسران وژل شوي دي.

پولیس وايي د ډېره اسماعيل خان د درابن تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده.

مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې پوليسو ويلي، د ایکسایز او اینټي نارکاټیکس محکمې افسران په ډيوټۍ وو ناڅاپه پرې ترهګرو بريد کړی دوه کار کوونکي سب انسپکټر رخسار خان او اسیسټنټ سب انسپکټر وسیم سجاد په ځای وژل شوي دي.

په سمدستي ډول د دې بريد زمه واري چا نه ده منلې.

په ډېره اسماعيل خان کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې دوه ورځې وړاندې ډېره اسماعیل خان پوليسو دعوه کړې چې د پوځ سره په ګډه یې د ترهګرو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي چې پکې د "دوو مطلوبه ترهګرو د وژل کېدو" دعوه شوې وه.

د اپریل په 12 پولیسو ویلي وو، د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه د نامعلومو وسله والو په حمله کې د پولیس حوالدار په ګډون پینځه پولیس عسکر وژل شوي او د پولیسو افسر ډي اېس پي سره اووه نور ژوبل شوي دي.

د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تیره ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پولیس یو سرتیرې د نا مالومه کسانو په ډزو وژل شوی. په بنو کې په پولیسو روانه میاشت کې دا دویم برید وو چې ترسره شوي د اپریل په نهمه د بنو په جاني خېل سیمه کې دو پولیس عسکر په یوه وسله وال برید کې وژل شوي وو.

دا تازه پیښې په داسې حال کې شوي چې په خیبر پختنوخواه کې په دې تیره لنډه موده کې په امنیتي عسکرو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې ده.

او په تیرو لسو ورځو کې د صوبې په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې ترسره شوو پرله پسې وسله والو بریدونو کې لس پوليس، لس پوځيان او دوه د ملېشې عسکر په ګډون 27 کسان وژل شوي په وژل شوو کې يو د پاکستان پوځ لوړپوړی افسر هم شامل دی.

د دغو زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي.

تحریک طالبان بریدونه تر هغه وروسته زیات کړي چې د پاکستان پوځ پضد البدر په نوم عملیات اعلان کړي دي.

څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري.

خو پاکستان وایي بریدونه د پولې پورې غاړې افغانستان نه کیږی.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اپریل په 14 پنډې کې د ووځ په مرکز جي ایچ کیو کې میډیا سره خبرو پرمهال ویلي ورستیو کې ترهګرو په بلوچستان او قبایلي سیمو کې امن امان صورتحال ګډوډ کولو پوره هڅه کړې خو پاکستان عسکرو د هغو دا ارادې ناکامه کړې دي.

هغه ویلي په تېرو درېو میاشتو کې 97 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي او په عملياتو کې 128 ترهګر وژل شوي او 270 نیول شوي، هغه وویل د اخري وسله والو تر ختمولو به عملیات روان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG