لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د پاکستان د بمبارۍ پرضد په بنو او خوست کې احتجاجونه شوي


په خوست او کوڼر کې د پاکستاني بريدونو پرضد احتجاجي پرلت
په خوست او کوڼر کې د پاکستاني بريدونو پرضد احتجاجي پرلت

په خوست او کونړ کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بريدونو پرضد د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې دواړو غاړو ته خوست او بنو کې احتجاجي پرلتونه پېل شوي دي.

احتجاج کونکي وایي د افغانستان په خوست ولایت سپرې ولسوالۍ کې د پاکستاني جنګي الوتکو په هوایي برید کې وژل شوي کسان د شمالي وزیرستان کډوال دي. چې تړاو يې د شمالي وزیرستان وزیر قام مداخېل قبیلې سره دی.

احتجاج کونکي د وژل شوو کسانو کورنیو ته د انصاف تر لاسه کېدو سره دوه غوښتنې کوي.

لومړی دا چې د دغه پېښې دې د کمېشن د لارې پلټنې وشي دویمه دا چې څومره کډوال بې کوره دي د هغو علاقې دې په فوری پاکې کړی شي او بې کوره شوي خلک دې بیرته خپلو سیمو ته واپس کړی شي.

په بنو کې د مطبوعاتي کلب/ پریس کلب د ودانۍ مخې ته د شمالي وزیرستان د وزیر قام مداخېل قبیلې احتجاجي پرلت پیل کړی او ویلي يې پاکستاني جیټ الوتکو په برید کې د مداخېل قبیلې عام خلک وژل شوي چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان شامل دي.

د دوی په وېنا دغه خلک د شمالي وزیرستان ضرب عضب عملیاتو په پایله کې افغانستان ته کډه شوي وو.

د مداخېل خېل قبیلې یو مشر ډاکټر ګل علم وزیر وویل د دوي قبیلې خلک د پولې دواړ غاړو ته مېشت دي.

هغه زياته کړه د یو ورور کور د پولې دې غاړې ته او د بل ورور کور یې د پولې پورې غاړې افغانستان کې وي.

هغه ویل دا خلک د ضرب عضب له امله د مجبورۍ په حالت کې افغانستان ته تللي دي چې دوی ته هغه وخت لارې تړل شوې وې.

ګل علم وویل وژل شوي کسان ټول د مداخېل قبیلې عام خلک دي چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان شامل دي.

د نوموړي په وېنا په پوله ازغن تار لګول شوی کډوال د تیرو اتو کالو نه د واپسۍ غوښتنه کوي خو دوی نه راپریښودل کیږی هغه وویل د حیرانتیا خبره دغه ده چې وسله وال برید وکړي او بیا په دې لار څنګه واپس وتښتي.

هغه زياته کړه دوي غوښتنه کوي چې د دغه پیښې دې پلټنې وشي او په دې جرم کې ککړو کسانو ته دې سزا ګانې ورکړل شي.

هغه دا هم وویل تر هغه به دا پرلت روان وي تر څو چې غوښتنې نه منل کیږی.

اخوا ته په خوست ګلانو کډوالو کیمپ او بیا په غلام خان پوله افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوالو احتجاجي مظاهره کړې ده.

د احتجاجی پرلت یو ګډون وال مصطفی وویل دوی لومړی په ګلانو کېمپ کې د کډوالو د تحفظ لپاره احتجاج کړی او وروسته له هغې ختم کړی شو چې دوی ته د خوست د طالبانو والي معاوین په خپله کېمپ ته راغلو او دوی ته یې د امنیت او څارنې باور ورکولو سره ویلي چې دکډوالو غوښتې به په افغانستان کې مېشت د پاکستان سفیر سره شریکې کړي.

هغه وویل د شپې پرمهال يې بیا په غلام خان پوله پاکستاني چارواکو ته احتجاج ریکارډ کړی چې پکې د دغه پېښې د غندنې سره دوی ته د انصاف ترلاسه کېدو غوښتنه شوې ده.

هغه وویل دوی یوه غوښته دا هم لري چې اته کاله کډوالۍ سخت ستړي کړي، او دوي دې بیرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي

هغه دعوه وکړه په دغه پېښه کې 41 کسان ووژل شو چې پکې 8 زنانه, 7 قامي مشران او 22 ماشومان شامل دي.

هغه وویل دا ټول د شمالي وزیرستان کډوال دي. او اسانتیاو د نشت والي له امله اوس هم امدادي کارونه دوی په خپله روان کړي دي.

د اپریل په 16 افغان طالبانو ویلي دشمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان پوځ جیټ الوتکو بمبار کړی وو.

افغان طالبانو ویلي وو د پاکستان په هوايي بريدونو کې 41 کسان وژل شوي چې اکثره يې ښځې او ماشومان دي او 22 نور ژوبل شوي دي.

هغوي دغه پیښې ته سخت غبرګون ښودلی او د افغانستان دخپلواکۍ پرضد ښکاره تېری یې ورته ویلي وو.

هغو په دغه پیښه کابل کې د پاکستان سفیر هم غوښتې وو. پاکستان په رسمي ډول د دغه بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند په 17 اپرېل تور لګولی د تیرو څو ورځو راپدیخوا د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان سرحدي سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو پېښې سیوا شوي دي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون نورې ترهګرې ډلې د پاکستان په امنیتي پوستو بریدونه کوي.

د بيان ترمخه په 14م اپریل هم شمالي وزیرستان کې د افغانستان څخه ترهګرو برید کړی وو او اووه پاکستاني عسکر یې وژلي وو.

پاکستان وړاندې هم دغه رنګ تورونه لګولي، خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي، بلکې افغانستان او امریکا به په پاکستان داسې تورونه لګول چې پاکستان هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان او افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

(په دې خبر کې ځینې مالومات د وي او اې خبريال فضل عزيز شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG