لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ترهګر د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د شمالي وزيرستان په دته خېل علاقه کې د ترهګرو سره نښته شوې او يو ترهګر پکې وژل شوی دی.

د پاکستان سرکاري ميډيا پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (19 اپرېل) ناوخته د پوځ له قوله دغه خبر ورکړی دی.

په خبر کې ويل شوي چې په دته خېل سيمه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځته نښته شوې او په نښته کې بيان فريد نومې ترهګر وژل شوی دی.

ويل شوي د وژل شوي ترهګر څخه وسله ترلاسه شوې او هغه په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی.

دا عمليات په داسې حال کې شوي چې په وروستيو کې په وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه سېوا شوي دي.

په 14 اپرېل په شمالي وزیرستان کې په يو ترهګر بريد کې اووه پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ ویلي وو د افغانستان سره په پوله نزدې پرته علاقه ايشام کې ترهګرو په پوځي کاروان بريد کړی او اووه پوځيان يې وژلي وو.

پوځ د برید په ځواب کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

د دغه بريد زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.

له دې وړاندې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د دغه ډول زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

XS
SM
MD
LG