لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د خوست او کونړ په هوايي بريدونو کې د 20 ماشومانو وژنه تاييد کړه


خوست کې جنازې
خوست کې جنازې

د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ويلي، د افغانستان په خوست او کونړ کې چې کوم فضايي بريدونه شوي اداره تاييدوي چې په دغو بريدونو کې 20 ماشومان وژل شوي دي.

يونيسف ویلي، "د 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې چې په خوست او کونړ کې کوم بریدونه شوي، په خوست کې 12 ماشومانې جينکۍ او درې هلکان او په کونړ پکې درې جينکۍ او دوه هلکان وژل شوي وو".

په افغانستان کې د يونیسف استازي محمد اګ ايويا ويلي، دا ماشومان په داسې حال کې وژل شوي چې دوی اوده وو، هغه په ټويټر ويلي، د اغېزمنو کورنيو سره مرسته کوي او زياته کړې يې ده، د ماشومانو پرضد هر ډول تشدد دې ودرول شي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په 16 اپرېل ويلي وو، "په خوست او کونړ کې په میشتو مهاجرینو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي. په پاکستاني لوري غږ کوي په داسې مسابلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمويي او بیا ورته اشتباه/ دغه ډول غلطي تکرار نه کړي کنه بدې پایلې/نتيجې به ولري".

په 17 اپرېل په افغانستان کې د طالبانو چاوراکو ويلي، په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان د هوايي پوځ په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د بمبارۍ په اړوند تراوسه پورې کوم رسمي بيان نه دی جاري کړی.

خو په 17 اپرېل د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندعاصم افتخار احمد تور لګولی وو د تیرو څو ورځو راپدیخوا د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان سرحدي سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو پېښې سیوا شوي دي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون نورې ترهګرې ډلې د پاکستان په امنیتي پوستو بریدونه کوي.

د بيان ترمخه په 14م اپریل هم شمالي وزیرستان کې د افغانستان څخه ترهګرو برید کړی وو او اووه پاکستاني عسکر یې وژلي وو.

پاکستان وړاندې هم دغه رنګ تورونه لګولي، خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي، بلکې افغانستان او امریکا به په پاکستان داسې تورونه لګول چې پاکستان هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان او افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې هم په دغه پېښه بحث شوی او د دغه ډول بريدونو د مخنيوي غوښتنه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG