لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا قومي جرګه: د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات کول غواړو


فاټا قومي جرګه
فاټا قومي جرګه

د پخوانۍ قبايلي سيمې سره تعلق لرونکو مشرانو د پاکستان د حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمينځه د مذاکراتو کولو خبره کړې، او ویلي يې دي، د دواړو خواو نه د 40 ورځو پورې د ډز بندۍ غوښتنه کوي.

دغه خبره د فاټا امن جرګې مشرانو په پېښور پرېس کلب کې د "فاټا امن غواړي" د سر خط لاندې راجوړه غونډه کې کړې ده.

دغو مشرانو ويلي د افغانستان نه د بهر ملکي ځواکونو وتلو او هلته د يو نوي نظام د راتګ وروسته په قبايلي سيمه کې د امن وضعه نوره خرابه شوې او ډېرې پوښتنې او انديښنې يې را ولاړې کړي دي، بايد چې نور دې جنګ ته د پای ټکی کيښودل شي.

د "فاټا امن غواړي" سرخط لاندې راجوړه غونډه کې چې د وزیرستان نه تر باجوړ پورې ګڼ مشران موجود وو، دوی وويل په سیمه کې د پوځي عملیاتواو د خلکو د قربانو باوجود هم امن رانغلو.

د فاټا قامي جرګې غړي او امنيتي چارو کار پوهه بريګيډير (ر) سيد نذير مومند وويل وړاندې د مسيدو او وزيرو جرګو د تحريک طالبان پاکستان سره مزاکرات شوي دي چې پکې ډز بندي هم شوې وه خو دغه جرګې د ځينې علتونو له کبله ناکامه شوې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، مونږ چې اوس کومې خبرې اترې شورو کول غواړو دا به د ټولې فاټا نمايندګي کوي او غواړو چې دواړه خواوې (حکومت او ټي ټي پي) د جرګې ته د کاميابۍ واک ورکړي.

"پخوانۍ جرګي د يو قوم په کچه وې اوس يې مونږ د ټولې فاټا په سطح کوو، ځکه چې په تحريک طالبان کې موجود کسان د قبايلې سيمې سره تعلق لري او بل دې جنګ کې زيات نقصان هم د قبايلي علاقې شوی دی، د هر قسمه عملياتو په ترڅ کې مونږ اوس وايو په افغانستان کې امن راغلی دی اوس هغه جواز نه دی پاتې چې دا جنګ نور اوږد کړی شي".

نوموړي زياته کړه چې دخبرو اترو په دي عمل کې مونږ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت، پاکستاني چارواکو، او پاکستاني طالبانو نه د کومک غوښتنه کوو چې زمونږ سره همکاري وکړي او د دې دپاره به په لومړي پړاو کې فريقېنو ته خطونه استول کيږي چې ټول د 40 ورځو په ډز بندۍ اماده شي چې جرګې ته په تګ راتګ کې اساني وي.

دا لومړی ځل نه دی که دغه ډول جرګه پېل شي، له دې وړاندې هم د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د جرګو خبرې شوي خو ناکامه شوي دي.

تېر کال د اکتوبر په لومړي نيټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې مخکني وزیراعظم عمران خان د تحریکِ طالبان پاکستان د ځينو ډلو سره د خبرو اعتراف کړی وو.

او بيا د نومبر په نهمه نېټه د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې ډزبندي اعلان کړې وه، خو په نهم دسمبر مطبوعاتو سره په شريک کړي بیان کې ټي ټي پي تور لګولی وو چې حکومت ورسره کړې معاهده نه ده پوره کړې. او د يوې مياشتې ډز بندي يې ختمه کړې وه، او بيا حکومت هم ويلي وو د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.

د باجوړ څخه راغلي ملک محمدي شاه وويل د قبايلې سيمې حالات يو وارې بيا د خرابېدو په لور روان دي او داسې ښکاري چې بل ناورين ته حالات جوړول کيږې، نو ځکه مونږ نور په افغانستان او پخوانۍ فاټا کې وينې توېدو ته اماده نه يو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پردی اشر او غوبل دي دلته پکې هم پښتون مري او افغانستان کې هم، مونږ تنګ شوي يو نور مړي او جنازي نه شو پورته کولی، اوس مونږ بغېر د چا په وينا يا اشاره پاسيدلي مونږ غواړو چي د دې جرګې د لاري د افغانستان او پاکستان د واک دارو ترڅنګ د طالبانو سره کښېنو او دې مسلې حل را وو باسو".

مشرانو وويل د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو، افغانستان سره په پاسپورټ تګ راتګ سره امنيت نشي راتلیؤ

د خېبر ضلعې جمرود تحصيل سره تعلق لرونکی ملک بسم الله خان وايي د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د افغانستان سره تاريخي تجارتي او رسمي لارې بيرته پرانزي چې په سيمه کې روزګار روان شي او دا به د امن په لور وړومبی ګام وي.

"زمونږ نه روزګار واخستل شو خو په بدل کې راته روزګار رانکړی شو مونږ غواړو چې قبايلو ته په شناختي کارډ افغانستان ته په تګ راتګ اجازه ورکړل شي او په تاريخي لارو دې مونږ تجارت ته پرېږدي".

څيړونکی وايي په پاکستان کې د حکومت يا پوځ او طالبانو وخت په وخت مزاکرات او معاهدې هم شوي دي، خو دغه معاهدې بيا ماتې شوي دي.

د څيړونکو په نظر تيرو معاهدو ته په کتو اوس هم معاهده کول يوې نوې جګړې يا يو نوي اپرېشن ته زمينه برابرول دي دا ويرې او اندېښنې موجودې دي، ځکه چې تير کومې معاهدې شوي هغه بيا ماتې شوي او د معاهدې ماتېدو وروسته بيا اپرېشن ته اسان دليل راشي امنيتي ادارې وايي چې معاهده ناکامه شوه اپرېشن يا عمليات او د طاقت لاره يې يواځينۍ لاره ده.

په پېښور پرېس کلب کې د پخوانۍ فاټا قامي جرګې دغه غونډه په داسې حال کې راجوړه کړې چې په قبايلي ضلعو کې په ځانګړي ډول د بدامنۍ په پېښو کې سېوا والی يو ځل بيا ليدل کيږي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG