لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې بیا دوه ځوانان وژل شوي، د مداخېل قبيلي پرلت دوام لري


د شمالي وزیرستان پولیس د هدفي وژنو دا تازه پیښې تایيدوي او وايي دا د میر علي تحصیل په حیسوخېل او هرمز سیمو کې شوي دي.

بل لور ته په خوست او کونړ کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بريدونو پرضد د خیبر پختونخوا په بنو ضلع کې د مداخېل قبیلې احتجاجي پرلت نن په پینځمه ورځ هم دوام لري او وایي بریدونو کې د شمالي وزیرستان کډوال چې تړاو د مداخېل قبیلې سره دی، وژل شوي دي، دوی د انصاف غوښتنه کوي.

د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل لومړی پېښه مازیګر د میر علي په حیسو خېل سیمه کې شوې چې پکې یو تن محمد سالیم په ډزو وژل شوی او بله پېښه د ماښام په وخت هرمز سیمه کې شوې چې د صدام حسین په نوم تن پکې په ډزو وژل شوی دی.

د دوی په وینا دا وژل شوي کسان ځوانان دي چې عمرونه د دیرشو کالو نه کم دي او کورنۍ یې پولیسو ته ویلي چې دوی کومې شخصي دښمنۍ نه لرلې او د نامالومو کسانو پضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړي دي.

په میر علي کې د نهې/ سه شنبې په ورځ هم دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي وو چې تړا یې د کوهاټ ضلعې لاچۍ سیمې سره وو او په ملېشه ځواک کې د برتي کېدو د پاره تللي وو.

په میر علي کې دا تازه د هدفي وژنو پیښې په داسې حال کې شوې چې د زیارت په ورځ (21 اپرېل) د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی وو او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وو وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تیر کړی شوی وو.

بیان کې ویل شوي وو وزيراعظم شهباز شريف د د ترهه ګرۍ ملا ماتولو او د هر قسمه ترهه ګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته درناوی وړاندې کړی.

خو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایی په شمالي وزیرستان کې هره ورځ د نا امنۍ پیښې کیږي او د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 450 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه وویل یواځې په دې روانه میاشت کې د هدفي وژنو په شپږو بریدونو کې نهه کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ځوانان دي.

بل لور ته په خوست او کونړ کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بريدونو پرضد د خېبر پختونخوا په بنو ضلع کې د مداخېل قبیلې خلکو احتجاجي پرلت نن په پینځمه ورځ هم دوام لري او وایي دې بریدونو کې وژل شوي کسان په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال دي.

دوی د دغه پیښې پلتنو سره د عملیاتو په پایله کې د پاتې شوو علاقو زر زر پاکولو او د دغه سیمو نه بې کوره شوي خلکو د واپسۍ غوښتنه کوي چې د دې پېښې پلټنه دې وشي.

د پرلت مشر ډاکټر ګل علم وزیر وایي د دوی غوښتنې په ځایې دي او د اینده تګلارې لپاره قوم کمیټي جوړوي، وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل تر دې مهال دوی سره چا د دوی غوښتنو لپاره رابطه نه ده کړې او زياته يې کړه دا پرلت به تر هغه روان وي چې غوښتنې منل شوې نه وي.

د اپریل په 16 ويل شوي، د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان جیټ الوتکو بمبار کړی وو.

افغان طالبانو سمدستي دا تور په پاکستان پورې کړی وو او ویلي وو 47 کسان پکې وژل شوي چې زیاتر شخې او ماشومان دي او 22 نور ژوبل شوي دي.

پاکستان تر دې مهاله د دغه پیښې تاید یا تردید نه دی کړی.

وي او ای ډیوه په هغه ورځ د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې اي ایس پی ار نه د (ایمېل) د لارې پوښتنه کړې خو تر اوسه هغه پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی شوی.

خو په سیمه کې یو انتظامي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا پېښه د پولې پورې غاړې شوې او دا دوی سره اړه نه لري خو بیا هم د بنو ډویژن کمیشنر د احتجاج کوونکو د غوښتنو اوریدو لپاره دوی سره رابطه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG