لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف: مونږ او پاکستان په دې خبره راضي شوو چې د ځینو رعایتونو د بېرته اخېستو دپاره ګړندي ګامونه ضرور دي


واشنګټن - د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) چارواکو د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو سره په واشنګټن کې لیدلي او ویل کیږي په دې خبره یې سلا کړې ده چې د ځینو سبسېډیو (په لږو بیعو د موادو د ورکړې آسانتیاوو یا رعایتونو) د بېرته اخېستو په اړه د "ګړندي ګامونو اخېستلو" ته ضرورت دی.

په واشنګټن کې د آی اېم اېف دفتر په دې هکله یو بیان کې ویلي چې د پاکستان د خزانې نوي وزیر مفتاح اسماعیل سره یې "ډېر ګټور ملاقاتونه" کړي دي. په بیان کې راغلي دي: "مونږه (آی اېم اېف او پاکستان) په دې رضا شوي يو چې هغه سبسېډۍ یا اسانتیاوې (يا په لږو بیعو د ورکړې اسانتیاوې) چې پیسې ورته نشته او د اوومې ارزونې د پوره کېدو دپاره د پالیسو په سر مذاکرات یې ځنډولي و، د هغو سبسېډیو د بېرته اخستلو لپاره ګړندي ګام اخېستلو ته اړتیا ده.

که چېرته په پاکستان کې حکومت دغه سبسېډۍ/رعایتونه یا د لږو بیعو آسانتیاوې ختمې کړي، دا په دې معنا ده چې په ملک کې به د تېلو، بجلۍ او ځینو خوراکي موادو بیعې به نورې هم بره ولاړې شي. خو د اقتصاد د ماهرینو په وینا، په داسې وخت کې د آی اېم اېف سره کار کول او ورنه پور اخېستل، د پاکستان د اقتصاد بحاله کولو دپاره ضروري ګڼل کیږي. د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي و چې د حکومت لومړیتوبونه یې دوه دي: یو دا چې د آی اېم اېف پروګرام سره بېرته په لاره ولاړ شي، او بل دا چې پاکستان د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست نه وباسي.

د وزیراعظم شهباز شریف د مشرۍ لاندې نوي حکومت کې د خزانې دفتر داسې څرګنده کړې چې ګني تر اوسه په دې هکله کومه فیصله نده شوې بلکې په دې مسئلو خبرې کېدلی شي. د پاکستان د خزانې محکمې د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د آی اېم اېف یا نړېوالې مالیاتي ادارې یو هیئت به په راتلونکې مئی میاشت کې د پاکستان سفر وکړي او هله به په پټرولو او بجلۍ باندې د حکومتي سبسېډیو یا مالي آسانتیاوو د مسئلو په اړه مذاکرات وکړي.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل په واشنګټن کې د آی اېم اېف له چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو وروستو په ټويټر، د آی اېم اېف له منتظمینو او کارکنانو نه په دې مننه وکړه چې "د پاکستان دپاره د مالي اړخه ذمه وارانه اقتصادي ترقیاتي حکمت عملي په بحاله کولو کې همکاري" کړې ده.

تر دې وړاندې، د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي و چې حکومت به تیلو بیعې لوړي کړي چې دا شان د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف سره تړل شوی د شپږو اربو ډالرو د پور پروګرام بحال کړي.

په تېر حکومت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د پور پروګرام په دې وجه د ځنډ ښکار شوی و چې پخواني وزیر اعظم عمران خان د شپږو میاشتو د پاره د تیلو او بجلۍ بیعې په ځای ودرولې وې.

اقتصادي کارپوه وکیل رحمان وي او اې ډیوه ته ویلي چې د مالیاتي ادارې ای اېم اېف وړاندې هم دا شرطونه وؤ او اوس هم غواړي چې د هدفي رعایتونو په ګډون حکومت ټول رعایتونه ختم کړي.

هغه وایي پاکستان وړاندې مالیاتي ادارې سره لوظ کړی ؤ خو بیا یې رعایتونه ورکړي وؤ او که حکومت دغه رعایتونه ختموي نو د تیلو په بیعو کې به هم اضافه کیږي او دې سره به ګراني هرو مرو راځي.

"د تیلو قیمتونه چې دوه روپۍ سېوا شي نو غټ اثر پرېباسي نو اوس خو 50 روپۍ فرق دی په نړیوال او د پاکستان مارکیټ کې او بیا که نیم هم قیمتونه زیات شي نو د ګاډو، کاروبارونو اؤ خوارکي خرڅونه به زیات شي او ګراني به راشي"

د پاکستان د خزاني وزیر مفتاح اسماعیل وایي: "مالیاتې اداره آی اېم اېف غواړي چې په تیلو رعایتونه ختم کړو او زه د هغوئ سره متفق یم ځکه چې مونږ په تیلو نور رعایتونه نه شو زغملی او غواړو چې دا راکم کړو."

د اقتصادي خبرونو امریکایي اداره بلوم برګ په خپل رپوړټ کې وایي د اقتصادي ستونزو له امله په پاکستان کې د بجلۍ پیداوار کم شوی او پاکستان نه شي کولی چې د توانایۍ د کمي له امله دبجلې پیداواري ادارې فعاله وساتي.

بلوم برګ وایي په تیرو 9 میاشتو کې د پاکستان د توانایۍ لګښتونه یو په دوه شوي او 15 اربو ډالرو ته زیات شوي دي.

څیړنې وایي د پاکستان د درامداتو 20 فیصدي برخه په توانایۍ اډاڼه لري او په نړیوال مارکیټ کې دتیلو د زیاتو بیعو له امله هم تجارتي خساره زیاتیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG