لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوست د بمباريو پرضد د بنو په مداخېل کې پرلت په لسمه ورځ روان دی


د افغانستان په خوست صوبه کې د شوو بمباريو پرضد د شمالي وزیرستان مداخېل قوم نن په لسمه ورځ د بنو په ښار کې په احتجاجي پرلت ناست دي، خو وايي حکومت د وزیر قبیلې مشرانو د لارې دوی سره د خبرو کولو دپاره رابطه کړې.

بنو کې د مداخېل قبیلې دا احتجاجی پرلت وروسته له هغې پیل کړې چې د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغان خوست ولایت کې 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې د پاکستان لخوا د جيټ بمبارۍ کېدو ويل شوي وو.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په 16 اپرېل ويلي وو، "په خوست او کونړ کې په میشتو مهاجرینو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي.

افغان طالبان ویلي وو په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده. چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د بمبارۍ په اړوند تراوسه پورې کوم رسمي بيان نه دی جاري کړی.

خو د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ويلي، د افغانستان په خوست او کونړ کې چې کوم فضايي بريدونه شوي اداره تاييدوي چې په دغو بريدونو کې 20 ماشومان وژل شوي دي.

احتجاج کونکي وایي په بمبارې کې په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوال وژل شوي او د دغه پیښې د پلټنو غوښتنه کوي.

د پرلت د کمېټۍ یو غړي زکیم مداخېل وي او اې ډیوه ته وویل د دوی اجتحاجي پرلت نن په 10 ورځ هم روان دی هغه وویل دوی سره حکومت نن د وزیرو قبیلې مشرانو د لارې رابطه کړې او دوی ته وویل شوي چې د وژل شوو کسانو کورنیو ته مالي مرستې ورکولو سره په افغانستان کې میشت کډوال په ټاکل شوي وخت کې بیرته راولي.

هغه وویل دغو خبرو ته د ځواب ویلو لپاره به د قام غونډه کیږي خو زیاته يې کړه د دوی غوښتنه د دغه پیښې پلټنې کول دي.

د وزیرو جرګې یو غړي د نوم نه اخستو په شرط تايید کړه چې دوی ته په سیمه کې د پوځ یو افسر د احتجاج کوونکو سره د خبرو کولو لپاره ویلي او دوی ته پوره باور ورکړل شوی چې د وژل شويو کسانو کورنیو ته مالي امداد ورکولو سره په کم وخت کې به ټول کډوال د افغانستان نه واپس کوي.

هغه وویل دا خبرې د احتجاج کوونکو سره شریکې کړې او روژه ماتي وروستو به بیا دې احتجاج کونکو سره ویني او په دې غوښتنو به سره خبرې کوي.

د پرلت یو مشر ډاکټر ګل علم وزیر وویل دې جرګې سره خبرو لپاره به د قوم مزاکراتي کمیتي جوړوي او هغه به له دوی سره خبرې کوي.

خو دا کمیټي به د کومې پریکړې نه وړاندې هغه خبرې لومړی د قوم سره شریکوي.

هغه د احتجاجي پرلت ته په وینا کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه پوښتنه وکړه چې یا دې داښکاره کړي چې افغانستان یو خپلواکه او جمهوري اسلامي ملک دی یا دې بیا دا اومني چې دا یرغل شوی افغانستان دا چا پینځمه صوبه ده ځکه چې د افغانستان د خپلواکۍ ښه په ښکاره سرغړونه شوې او تر اوسه دوی ته سم ځواب نه ویل کیږي.

د سیمې نه د صوبایي پارلیمان غړي میر کلم وزیر احتجاجي پرلت ته په وینا کې ویلي د شمالي وزیرستان خلک د اوږدې مودې نه د نا امنۍ سره مخ دي او عام خلک پکې ځپل کیږي او وژل کیږي.

هغه وویل بیا د وژل شوو کسانو کورنیو ته مالي مرستې ورکړل کیږي خو په داسې پیښو بیا زمه وارو کسانو ته سزاګانې نه ورکړل کیږي.

هغه وویل تر څو به دوی دا رقم احتجاجي مظاهرې کوي او تر هغه ورسته یې په منل شويو غوښتنو بیا عمل نه کیږي.

په سیمه کې یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل لومړی د مداخېل قبیلې مشرانو ته دې احتجاج کوونکو سره خبرو کولو ویلي خو هغوي څه ځواب ونه کړو اوس یې د وزیرو جرګې د لارې دې احتجاج کونکو سره رابطه کړې. او جرګې په منخګړیتوب چې کومه پریکړه وشي هغه به عملي کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG