لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د مسيدو قومي جرګه وايي که بيا عملیات کيږي علاقه نه پرېږدي


د جنوبي وزیرستان د مسيدو قومي جرګې پریکړه کړې که څه هم د پاکستان پوځ په علاقه کې بیا د پوځي عملیاتو ارادې لري خو دوی به د عملیاتو له امله خپلې سیمې او کورونه نه پرېږدي. او حکومت سره به د مزاکراتو د لارې دا ستونزه هواره وي.

تیره ورځ په ټانک ضلع کې د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمشنر په دفتر کې د مسید قام امن جرګه وروسته له هغې شوې چې تیره میاشت د جنوبي وزیرستان لدها تحصیل مندیچ، دره شمع خېل او شوال سیمې خلکو ته کورونو پریښولو ویل شوي وو چې دغلته وسله والو جالې جوړې کړې او ځایي خلک د انساني ډال په توګه کاروي.

د جرګې د مشرانو په وینا، پوځي چارواکو ورته ویلي چې هلته د پوځي عملیاتو لپاره باید یو ځل بیا خپل کورونه پرېږدي چې دوی دغه پریکړې ته تیار نه دي.

د پاکستان پوځ یا نورو حکومتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې دوی په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو کولو اراده لري.

خو هغه وخت امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي وو دغلته وسله وال په امنیتي عسکرو برید وکړي او بیا په دې نزدې کورونو کې پټ شي ځکه دې خلکو ته دکورونو پريښولو ویل شوي وو.

د جرګې یو ګډون وال رحمت شاه مسید وویل دوی په 2009م کې د راه نجات عملیاتو پرمهال بې کوره شوي او وروسته له هغې واپس کړی شوي چې پوځ او انتظامیه دوی ته په سیمه کې په بشپړه ډول د امن پر ځایې کولو باور ورکړې وو او ویلي وو چې دا سیمه د هر قسمه ناامنۍ نه پاکه کړی شوې.

هغه وویل دوی ته د وسله والو طالبانو سره د خبرو کولو ویل کیږي چې دغلته دې وسله وال بریدونه نه کوي او حکومتي واک دې ومني.

وي او اې ډیوه ته هغه وویل دا سیمې په صوبه کې شاملې کړی شوي او د پاکستان ايين او قانون دغلته غځول شوی او د ايین تر مخه امن پرځایې کول د ریاست او ریاستي ادارو کار دی.

هغه زیاته کړه د ځایي مشرانو د لارې دې نه وړاندې د حکومت او وسله والو ترمینځ معاهدې شوې خو ناکامه شوي دي.

او که حکومت مزاکراتو کې سنجیده وي بیا دې د پارلیمان د لارې طالبانو سره مزاکرات وکړي.

د رحمت شاه په خبره تر واپسۍ وروسته يې ډېر په ګرانه خپل وران کورونه جوړ کړي او دوی بیا د کډوالۍ تریخ ژوند تیرولو ته تیار نه دي.

د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د راه نجات په نوم عملیات کړي او پوځ ادعا کوي چې سيمه يې په بشپړ ډول د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

جرګې ته د وینا پرمهال د جمعیت علمااسلام فعال او د پاکستان د سېنېټ پخواني غړي صالح شاه منلي چې د حکومت په ایما یې د طالب وسله والو سره خبرې شروع کړي دي.

هغه ویلي د پاکستان پوځ او طالب وسله ترمینځه څو ځله تله راتله هم شوي خو هغه خبرې دوی جرګې سره نه شي شريکولی.

هغه دا هم ویلي چې دا مزاکرات دوی د قام یا ګوند په استازيتوب نه کوي او دوی خپله شپږ کسیزه کمیټي جوړه کړې چې د حکومت او وسله والو ترمینځه مزاکرات روان کړي دي.

د جرګې یو بل غړی او د سرویکۍ تحصیل چیرمېن شاه فیصل غازي وایي جرګې 30 کسیزه ډله جوړه کړې او تیره ورځ یې په علاقه کې د حکومت زمه وارو کسانو سره ليدلي دي.

هغه وویل حکومت سره مزاکرات شروع شوي او خبرو د لارې به دا ستونزه هواروي.

او هغوی ته ویل شوی چې د علاقې خلک دوباره په سیمه کې جنګ او علاقې پریښول ته اماده نه دي.

وي او اې ډيوه د جنوبي وزیرستان پولیسو او انتظامیه مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب نه دی ویل شوي.

خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وویل 30 کسیزه کمیټي تیره ورځ په سیمه کې د پوځ یو لوړ پوړي افسر سره لېدلي او د خبرو د لارې د امن امان صورتحال ټینګ ساتلو اتفاق شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG