لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي د نورو پينځه ورځو ډز بندي اعلان کړې، په ټولنيزو رسنیو دعوه


په ټولنيزو رسنیو دعوه شوې، لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د 11 ورځو کړې ډز بندي د نورو پينځه ورځو دپاره غځولې ده، خو نه ټي ټي پي او نه بيا د پاکستان حکومت يا پوځ په دغه اړوند په رسمي ډول څه ويلي دي.

ټي ټي پي د روژې د 29 نه تر د شوال د میاشتې د 10 نېټې پورې د ډز بندۍ اعلان کړی وو، په پاکستان کې نن د نهې/ سه شنبې ورځ (لسمه مې) د شوال د میاشتې نهمه نېټه ده.

جرنلسټ احسان الله ټيپو چې په ټويټر د ټي ټي پي د ډز بندۍ غځولو اعلاميه خپره کړې، دغه اعلاميه چې په پښتو ژبه کې په لاس لیکل شوې د شوال لسمه نېټه پرې ليکل شوې او پکې ويل شوي چې د "د وړوکي اختر دپاره د لسو ورځو کومه ډز بندي اعلان شوې وه په هغې کې د پينځه ورځو نوره توسيع شوې، د 15 مې ورځ به په ډز بندۍ کې شامل وي او په 16 مې به بيا نوې لاروښوونه کولی شي".

احسان ټيپو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د هغه د مالوماتو ترمخه دغه لس ورځې اوربند د ټي ټي پي او حکومت ترمنځ د خبرو دپاره شوی او اوس هم دا خيال کیږي چې پينځه ورځې اوربند نور هم د خبرو دپاره غځول شوی دی.

خو بيا هم په دغه اړوند په رسمي ډول ټي ټي پي او د پاکستان حکومت څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې د نومبر او دسمبر په مياشت کې ټي ټي پي او د پاکستان حکومت د يوې مياشتې ډز بندي کړې او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب د خبرو ويل شوي خو هغه وخت ټي ټي پي بيا ویلي وو، د پاکستان حکومت يې غوښتنې نه پوره کولې ځکه دوی ډز بندي ختموي او د پاکستان حکومت ويلي وو د ټي ټي پي ځينې غوښتنې د منلو وړ نه وې.

ټي ټي پي د دغې وروسته بيا بريدونو ته زور ورکړی وو، او د دې تازه ډز بندۍ نه وړاندې د اپرېل په مياشت کې يې د 40 بريدونو کولو دعوې کړې وې.

په اسلام اباد کې د قبایلي ضلعو څیړنیز مرکز مشر منصور مسید وایي، داس خبرونه دي چې د ټي ټي پي سره ځينې نورې ډلې هم ملګرې شوي او افرادي قوت يې سېوا کړی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، که ټي ټي پي بيا بريدونه پېل کوي، نو د بريدونو سېوا کېدو اندېښنه ده.

ټي ټي پي پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ مطبوعاتو سره په شريک کړي يو بيان کې ګواښ کړی چې خلک دې د امنيتي ځواکونو نوکرۍ پرېږدي او نوی خلک دې نه بهرتي کيږي.

منصور مسيد وايي ټي ټي پي وړاندې هم دغه دول ګواښ کړی او هغه وخت ځينې خلکو نوکرۍ پرېښودې او په امنيتي ځواکونو کې د بهرتي کېدو څخه ډډه کوله، خو اوس به د وخت سره مالوميږي چې څه کيږي ځکه چې ګراني او بې روزګاري سېوا ده، خلک د ټي ټي پي دغه ګواښ څومره سنجيده اخلي دا به وخت سره مالومه شي.

خبريال صفدر حیات داوړ وايي، د ټي ټي پي سره چې د نومبر او دسمبر په مياشت کې د يوې میاشتې د ډز بندۍ او مذاکراتو خبره شوې هغه وخت هم په دغه عمل سختې نيوکې شوې وې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، اوس که چرته خبرې کيږي نو هغه به په پټه کيږي ښکاره د مذاکراتو څه نه دي ویل شوي، خو که دغه خبرې ښکاره کيږي نو هغې ته به غبرګون مخې ته راځي.

هغه زياته کړه بله خبره دا ده چې دغه خبرې په څه بنيادونو کيږي څوک پرې نه دي خبر.

په دې وروستيو کې ځينې خبرونه مخې ته راغلي چې د شمالي وزيرستان د اتمانزو او د مسيدو جرګه افغانستان ته د طالبانو سره خبرو دپاره لېږل شوې او د شمالي وزیرستان انتظاميې يې تاييد هم کړی وو خو د هغې کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې.

ټي ټي پي په پاکستان کې بريدونه وروسته له هغې سېوا کړي چې د کله نه تير کال د اګست په مياشت کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي دي، پاکستان څو ځله دعوې کړي چې د پولې د پورې غاړې افغانستان نه ترهګر په پولې دې اړخ ته بريدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه دعوې په کلکه رد کړي دي.

په تيرو وختونو کې د افغانستان حکومتونو او امریکې به هم داسې تورونه لګول چې په پاکستان په خپله خاوره هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان به هم دغه تورونه تل ردول.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG