لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د دوکانونو د تاوان د مالي مرستو دپاره احتجاجي ناسته په دوېمه ورځ روانه ده


North Waziristan traders protest
North Waziristan traders protest

د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو په مهال د ورانو شوو دوکانونو د مالکانو او دوکاندارانو احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ هم دوام لري او دوی وایي تر اوسه د دوی غوښتو منلو لپاره دوی سره انتظامیې رابطه نه ده کړې.

خو انتظامیه وایي پیسې راغلي او ځپل شوو دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکول کیږي.

د دوکاندارانو عمومي سیکتر محمد رحمان وویل د دوو ورځو نه احتجاجي پرلت روان دی او دوی سره تر اوسه حکومتي چارواکو رابطه نه ده کړې او دوی ته یوازې د ضلعې پولیسو مشر لخوا د مزاکراتو کولو ویل کیږي.

هغه وویل دوی غوښتنه کوي چې د میر علي بازار دوکاندارانو او پیټرول پمپونو مالکانو په څیر دې دوی ته هم په فوري توګه د مرستو چیکونو ورکړل شي او پولیسو مشر ته يې ويلي چې که دا غوښتنه یې منل کیږي بیا مزاکرات کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل انتظامیه د ځنډ نه کار اخلي او تر اوسه په تیر شوو دوه کلنو کې په 7000 دوکاندانو کې یوازې 1600دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي دي.

د هغه په وینا که دغلته تر سبا د چار شنبې د ورځې غوښتنې نه منل کیږي بیا به اینده تګ لاره جوړه وي. چې پکې دغلته شټر ډاون هړتال کوي او که اسلام اباد ته لاریون کوي.

اخواه د انتظامیې د دفتر چارواکي وایي دا کېس تر اوسه په عدالت کې او د تېرې میاشتې په نیمایۍ کې د عدالتي فیصلې راتلو وروسته د چیکونو ورکولو پروسه بیا پیل کړې شوې او تر دې مهاله په دې پروسه کې 145 دوکاندارانو ته د مرستو چیکونو ورکړل شي دي. او دې نه وړاندې 1600 دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي.

د میرانشاه بازار یو دوکاندار شیرزعلي وایي، په دغو عملیاتو کې يې د دوایۍ د هول سیل د لکونو روپو کاروبار وران شوی او تر دې مهاله بې روزګاره دی. هیڅ درک یې نه لګي، ماشومان یې بې تعلیمه کیږي او انتظامیه هره ورځ د مرستو نوې نوې نیټې ورکوي.

یو بل دوکاندار داود جان وویل په میرانشاه بازار کې يې د کرارکرۍ دوکان وو او د افغانستان سره یې د سامان وړلو او راوړولو کاروبار کولو.

هغه وایي دوی په ډېرو سختو حالات کې ژوند کوي، د کروړونو روپو کاروبار يې تباه شوی او نه يواځې کاروبار یې تباه شوی هغه سامانونه چې په قرضونو يې راوړی اوس ترې نور سوداګر د هغې پور غواړي او د دوي سره هيڅ شی نشته مجبور شوي چې په احتجاجي پرلت ناست دي.

وایس اف امریکا ډیوه د صوبې د اباد کارۍ او بیا ودانۍ وزیر اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.

خو د صوبې اوسني حکومت 2020 کې احتجاجي پرلتونو وروسته د دوی تاوان منلی وو او د خېبرپښتونخوا صوبې هغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به 15لکه روپۍ او د غورځول شوو دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG