لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ښځو د احتجاج نه پس، طالبان وایي د حجاب په اړه د دوی د حکمنامې نه غلطه معنا اخېستل شوې ده


واشنګټن - په افغانستان کې واکمنه طالبان وایي چې د ښځو د حجاب په اړه د دوی د فرمان (حکمنامې) نه غلطه معنا اخېستل شوې او ګني "ځینو رسنیو داسې آوازې خپرې کړي" چې د حجاب نه د طالبانو مقصد صرف برقع او چادري ده.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر په یو ویډیویي پیغام کې چې د افغانستان سرکاري خبري ادارې – باختر آژانس – په ټوېټر خپور شوی، وضاحت ورکړی چې د دوی په حکمنامه کې چادري او برقع صرف د حجاب د مثالونو په حیث ذکر شوي، خو مهمه نده چې هرو مرو دې ښځې برقعې یا چادرۍ په سر کړي.

عاکف مهاجر په خپلو خبرو کې وایي: "چادري او برقع هم حجاب دی، او همدا راز دا تور رنګه اسلامي حجاب چې د سیمې په اسلامي هېوادونو کې ترې کار اخېستل کیږي د حجاب دپاره او عربي حجاب بلل کیږي – رنګ یې مهم نده چې که تور رنګ وي او که بل رنګ وي."

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وینا ده چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې چې ښځې کوم "پړوني یا ټیکري او څادر" په سر کوي، "دغه ټول حجاب بلل شوي دي او هر یو حجاب ده."

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د تېرې خالي/شنبې په ورځ د لازمي حجاب په اړه خپله حکمنامه خپره کړې ده چې په کې چادري یا برقع، "د شرعي حجاب بهترين ډول" بلل شوی دی. په حکمنامه کې دا هم ویل شوي چې ښځې دې د نامحرمه نارینه وو سره د مخامخ کېدو په مهال، "د شرعي هداياتو مطابق له سترګو پرته خپل مخ ضرور پټوي." البته زاړو او واړو ته د دې جبر معافي شوې ده.

یاده دې وي چې په افغانستان کې ټېکري یا څادر په سر کول د ښځو دپاره کومه نوې خبره نده او په تېلو څو لسیزو کې چې د جمهوریت حکومت و او د جامو د انتخاب آزادي وه، هم افغانو جینکو او مېرمنو څادرونه، ټیکري، یا لوپټې په سر کولې. د دې ترڅنګ، د جینکو دپاره د هلکانو نه جدا سکولونه و او ټولو طالب علمانو به سپین پړوني او تورې جامې اغوستلې، مګر طالبانو اوس په هغو هم ثانوي تعلیم یا سېکنډري سکولونه بند کړي دي.

د لسګونو کلونو راهیسي په افغانستان کې د جینکو او هلکانو سکولونه بېل دي او د جینکو د سکول کالي، تور او پړونی یې سپین دی
د لسګونو کلونو راهیسي په افغانستان کې د جینکو او هلکانو سکولونه بېل دي او د جینکو د سکول کالي، تور او پړونی یې سپین دی

د جبري حجاب په اړه د طالبانو د وروستي حکم نه پس، په کابل کې ښځو د دې تګلارې په ضد احتجاج وکړ او ویې ویل چادري یا برقع د افغانو ښځو حجاب نه دی. یورپي‌ اتحاد، ناروې او ملګرو ملتونو پر ښځو د حجاب د لازمي کولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي او وایي هر افغان حق لري چې د خپلې خوښې جامې واغوندي.

د دې نه علاوه، د مې پر اتمه چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو په بازارونو او دفترونو کې حجاب په سختۍ سره لازمي اعلان کړی، په افغانستان او نړۍ کې یې پراخ غبرګون را پارولي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG