لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان پاتې کډوال بيرته لېږل کيږي


د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان نه د کال 2014م د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال کډوالې شوې کورنۍ بېرته ليږل کيږي، دا هغه کورنۍ چې د تېرو پړاوونو څخه پاتې شوې وې.

قبايلي سيمو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي ایم وایي) د کډوالو بیرته ستنېدو دا پړاو به د روانې مياشتې تر اخره روان وي چې پکې به 93 کلو ته 8000 کورنۍ ستنې کولی شي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ وایي د واپسۍ دغه عمل د مې د 10م نه پیل شوی او د مې تر 31م نېټه به دوام لري او په دې پړاو کې به هغه کورنۍ بيرته ستنيږي، کومې چې په تېرو پړاوونو کې د بيرته تلو څخه پاتې شوي دي.

هغه وويل چې د ضرب عضب عملیاتو وروسته د شمالي وزيرستان 93 سیمې پاکې ګرځول شوي او دغو سیمو ته د کډوالو بیرته ستنېدو عمل پای ته رسېدلی خو د پاتې شوو خلکو دپاره د دې پړاو خصوصي تابيا شوې ده.

هغه زياته کړه کومې کورنۍ چې د واپسۍ په تیرو پړاوونو کې پاتې شوي هغوي دې خپله واپسي يقيني کړي او په بنو کې دې د کډوالو دپاره جوړ بکا خېل کېمپ سره تماس ونيسي چې هلته یې اندراج وشي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل د واپسۍ پرمهال به دوی ته ټول د کډوالو ټول مراعات چې پکې هرې کورنۍ ته 35 روپې د ټرانسپورټ، خوراکي توکي او د ضرورت نور سامان ورکولی شي.

احسان داوړ وويل که د دې پړاو نه څوک پاتې شو هغوي به بيا کډوال نه شمارل کيږي او نه به ورسره د کډوالوسره کېدونکې مرستې کيږي.

هغه وويل نزدې 8000 کورنۍ د دغه علاقو پاتې دي او د دوی تعلق د شمالي وزيرستان شواه، سپین وام، میر علي، میرانشاه، دوسلي، ګړیوم او رزمک تحصیلونو د بېلابيلو علاقو سره دی.

په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو له امله د سيمې نه نزدې یو لک رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال 2015م د مارچ د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی کوم چې تراوسه روان دی.

په کډوالو کې په زرګونو شمیره کورنۍ افغانستان ته کډه شوي او د واپسۍ په ورستي پړاو کې د 7000 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه بنو ته راوستل شوي دي.

د شمالي وزیرستان دته خېل او شوال هغه تحصلونه دي چې د افغانستان د پولې سره جوختې پرتې دي او تراوسه پورې د دغو سيمو کډوال خپلو سیمو ته نه دي واپس کړی شوي.

د دغو کډوالو سره هره میاشت د نړیوالو په ملاتړ د خرڅ خوراک د پاره 20 زره روپۍ امدادي مرستې کیږي

خو دا کډوال وایي مرستې نه غواړي خو خپلو سیمو ته دې واپس کړل شي.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې د وزیرستان زیاتره سیمې له ترهګرو پاکې کړي دي خو اوس هم هلته وخت په وخت په پوځ او نورو ځواکونو د بریدونه او په علاقه کې د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي‌ او دسیمې خلک زیاتره مهال د دې پېښو په ضد احتجاجونه هم کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG