لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د جج د رخصتۍ له امله د علي وزير د قضيې د اورېدنې نېټه بدله شوه


د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير پرضد درېمې قضيې د ضمانت په خواست چې نن اورېدنه ټاکل شوې، وکیل يې وايي، د عدالت جج/ قاضي په رخصتۍ وو ځکه نېټه پکې بدله شوه.

علي وزير ته پرون په 11 مې د سيند هايکورټ په بله مقدمه کې ضمانت ورکړی وو، او له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ هم هغه ته په يوه بله مقدمه کې ضمانت ورکړی خو د نوموړي پرضد درېمه مقدمه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې روانه ده.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (12 مې) وي او اې ډیوه ته وویل، د علي وزير پرضد د درېمې قضيې اورېدنه چې نن د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې ټاکل شوې وه، د دغه عدالت جج په رخصتۍ وو او انچارج جج پکې نېټه بدله کړه اوس به دغه اورېدنه په 18 مې کيږي.

نن چې په کومه مقدمه کې نېټه بدل شوې دا مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه. د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د هغه د ګرفتارولو حکم کړی وو.

د علي وزير پرضد جوړې مقدمې

د 2018 مقدمه

علي وزیر ته چې پرون په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.

په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د 2020 مقدمه

علي وزیر د 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.

د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.

د 2019 مقدمه

او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د علي وزیر دپاره د پي ټي اېم پرلت

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG