لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې څومره پرمختيايي فنډونه مصرف شوي؟


د خېبر پښتونخوا وزير تېمور سليم جهګړا نن پېښور کې يوې خبرې غونډي ته ويلي مرکزي حکومت د قبايلي ضلعو د پاره د 17 اربه روپوترقياتي منصوبو د پاره څلورم قسط نه دی جاري کړی، خو د پارلیمان ځينې غړي وايي په قبايلي ضلعو کې چې څومره فنډونه مصرف شوي د هغې حساب دې وشي.

او په موجوده حکومتي اتحاد کې شامل غړي وايي د قبايلي ضلعو د ضم کيدو وروسته کله هم قبايلي ضلعو ته پوره ترقياتي بجټ نه دی ورکړل شوی، او د دې زمه وار په وفاق کې تېر او صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف حکومتونه دي ځکه چې د نوي حکومت د راتلو ډيرې لګې ورځې کيږي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې او صحت وزیر تېمور سليم جهګړا خبري غونډي ته وويل که قبايلي ضلعو ته دا 17اربه روپۍ ورنه کړل شوې نو هلته روان پرمختيايي کارونه به په ټپه ودريږي.

نوموړي وويل تر څو چې نوی اېن ايف سي ايوارډ نه وي اعلان شوی ترهغې دا د وفاقي حکومت زمه واري ده چې قبايلي ضلعو ته پېسې ورکړي. تېمور سليم جهګړا وويل په دې اړه به وفاقي د خزانې محکمې ته خط هم ليکي او د هغې به بيا پوښتنه هم کوي او دا پېسې به د هغوي نه ضرو ر اخلي.

د هغه په وېنا د 2019 او 20م په مالي کال کې يو 79 اربه روپۍ ټاکل شوې وې،60 اربه پکې جاري شوې وې،او 57 اربه روپۍ پکې مصرف شوې وې، دغسې په کال 2022 او 21م مالي کال کې 73 اربه روپۍ منظور شوې وې هم دومره جارې شوې وې او 62 اربه پکې مصرف شوې وې.

هغه وویل دغسې روان مالي کال کې 77 اربه روپۍ منظور شوې وې،55 اربه جاري شوي او 54 اربه مصرف شوي دي، د دې کاليز پرمختيايي پروګرام پېسې هم شاملې دي چې د 20 اربو نه 30 اربو روپو پورې دي.

تېمور سليم جهګړا دا هم وويل چې قبايلي ضلعو ته سيند او نورو صوبو قبايلي ضلعو ته په اېن ايف سي ايوارډ کې برخه ورکولو باندې نه وې رضا شوې خو د دوي وفاقي حکومت وو نو په بجټ کې يې ډير زياتوالی راوستی دی.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او اې ډيوه ته وويل په تيرو دريو کالو کې د زياتې مودې نه د تحريک انصاف حکومت په دې کې ناکامه شوی چې قبايلي ضلعو د پاره درې فيصده اين ايف سي ايوارډ کې برخه ترلاسه کړي.

هغه وويل، تېر حکومت اېن ايف سي ايوارډ هم نه دی اعلان کړی او نه يې پکې کوم عملي اقدام کړی دی، نوموړي دعوه وکړه چې د قبايلي ضلعو د پېسو ډيره برخه صوبې په نورو ضلعو کې لګولې ده او چې کومې پېسې جاري شوي او خرچ شوي د هغې هم کره معلومات نه دي شريک کړی شوي چې په کومو مدونو کې لګېدلي دي.

"اول کال د دوی چې کوم حکومت وو او په هغې کې کوم حساب ورکړل شوی وو په هغې کې50 اربه روپۍ د سيکيورټۍ په مد کې خرچ شوې او دا پېسې د قبايلي ضلعو د ترقياتي کارونو د پاره مختص شوې وې د هغې وروسته بيا د قبايلي ضلعو د ترقياتي فنډونو د خرچ حساب نه دی په ډاګه کړی شوی".

دغسې د سېفران د سېنېټ د قايمه کمۍټۍ مشر سنېټر هلال الرحمان تېره ورځ د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ته خط ليکلی چې د قبايلي ضلعو په ترقياتي فنډونو کې د 44 اعشاريه دوه اربه روپو حساب نشته چې دغه پېسې چرته او کله خرچ شوي په خط کې ويل شوي بايد چې اډيټر جنرل اف پاکستان دې دغې فنډونو د خرچ کولو فارينزک رپورټ تيار کړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG