لاس رسیدونکی لینک

 
د طالبانو پوځي عدالت په هرات کې یو خبریال ته د یو کال بند سزا اورولې ده
تازه خبر

د طالبانو پوځي عدالت په هرات کې یو خبریال ته د یو کال بند سزا اورولې ده


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د طالبانو یوه عدالت د خالد قادري په نوم خبریال ته د یو کال بندي کېدو سزا اورولې ده، د رسنیو د ازادۍ پلویان وایي پر هغه په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو د نیوکو او «جاسوسۍ» تور وو، خو د طالبانو ویاند وایي هغه د «ناوړه جرم» په تور سزا شوی دی.

د تېر کال له اګست میاشتې را وروسته چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي دا لومړی ځل دی چې د دوی په پوځي عدالت کې د یو خبریال په ضد مقدمه چلېدلې او سزا کړی یې دی.

خالد قادري شاعر او په لوېدیځ ولایت هرات کې د «نوروز رېډیو» خبریال وو، چې د تېر مارچ میاشتې په نیمایي کې طالبانو نیولی او تر اوسه د دوی په بند کې دی.

د خبریالانو نړیوال فېډرېشن (ای ایف جې) د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپل یو بیان کې ویلي، چې قادري تېره اوونۍ د طالبانو یوه پوځي عدالت سزا کړی دی خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.

ای ایف جې وایي پر دې خبریال تور لګېږي چې پر فېسبوک یې د طالبانو په ضد د خپلې رېډیو د موادو په ګډون تنقیدي شیان خپاره کړي وو. ای ایف جې وایي قادري د طالبانو عدالت ته ویلي:

"زه خپلو تېروتنو ته متوجه شوم او هغه پوسټونه مې له خپلې فېسبوک پاڼې لرې کړل".

د خبریال نړیوال فیډرېشن خالد قادري ته اورول شوې سزا غندلې او "غیرقانوني" یې بللې ده، همدارنګه له طالبانو یې غوښتي چې د ازادۍ خبریالۍ پر سر د خبریالانو ځورول ودروي.

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم یا آر ایس ایف هم د خالد قادري نیول کېدل او سزا کېدل د طالبانو یو خپلسری اقدام بللی او غندلی یې دی. دې تنظیم د مې پر 12مه پخپل بیان کې ویلي:

"مقدمه او سزا دواړه غیرمنصفانه او نامناسب وو. قادري ته د وکیل حق نه وو ورکړل شوی او حتی مجبور کړای شوی وو چې د خپل اپیل تر حق هم تېر شي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې- زیارت په ورځ ومنله چې دغه خبریال سزا شوی دی، خو وایي هغه د خپلې خبریال د کار پر سر نه دی نیولی شوی او سزا شوی او نه د دوی په پوځي عدالت کې پرې مقدمه چلېدلې.

مجاهد له وي او اې اشنا سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د هرات یوه ملکي عدالت خالد قادري د "ناوړه مجرمانه عمل" په تور سزا کړی دی، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

ای ایف جې وایي د طالبانو په واکمنۍ کې افغان خبریالان پرله پسې له سختو بندیزونو سره مخ دي، ازادۍ ته یې خطر دی او په غیرقانوني توګه نیول کېږي. دې فیډرېشن له طالبانو د خالد قادري د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان ټینګار کوي چې دوی د قانون په چوکاټ کې د رسنیو د فعالیتونو ملاتړ کوي، خو د رپوټونو له مخې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا 1,000 افغان خبریالان په تېرو نهو میاشتو کې د ګواښونو، پر مېډیا د بندیزونو او اقتصادي بدلونونو له کبله له هېواده وتلي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنو ته په پام سره د بې پولې خبریالانو تنظیم تېره اوونۍ ویلي وو، افغانستان په 2022م کال کې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې 34 نمبره پر شا تللی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG