لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو ځانمرګي بريد کې ککړو ته به مثالي سزا ورکوو


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيربلاول بټو زرداري ويلي، حکومت به په کراچۍ پوهنتون کې په ځانمرګي بريد کې ککړو مجرمانو ته د مثالي سزا ورکولو پورې په قلاره نه کښېني، کراچۍ پوهنتون کې په 26 اپرېل په ځانمرګي بريد کې د درې چينايي استازانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

بلاول بټو زرداري نن د خالي/ شنبې په ورځ (14 مې) اسلام اباد کې يوې تعزيتي غونډې ته په وېنا کې وویل، "مونږ د دغه پېښې په کلکه غندنه کوو او د پاکستان او چين د ټول اړخیزه سټراټيجيکي همکارۍ دښمنان به ونه بخښو".

د نوموړي په وېنا چينايان د پاکستان مېلمانه دي، دوی ته به د امنيت انتظام برابروو. هغه زياته کړه په تېره لسيزه کې د مذهب په نوم پاکستان د ترهګرۍ ښکار شو او په دې پېښه (کراچۍ پوهنتون په ځانمرګي) کې د بلوچستان د ستونځو/ مسلو بهانه جوړه کړی شوه او ترهګري وکړی شوه.

هغه وویل دغه بريد په چينايانو نه دی شوی د پاکستان او چین په په دوستۍ شوی دی.

په کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو استازانو د ځانمرګي بريد زمه واري د بلوڅ لبرېشن ارمي مجيد بريګېډ منلې وه.

چين په دغه پېښه يې سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي.

چین غوښتنه کړې وه چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي.

روانه مياشت د پاکستان د سېنېټ د دفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد ويلي وو، چې چين د خپلو وګړو او منصوبو د تحفظ لپاره د پاکستان په امنیتي نظام باور بايللی دی.

په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي وګړو د شوي ځانمرګي برید نه وړاندې هم په پاکستان کې په چينايي وګړو داسې حملې شوې دي چې پړه یې یا خو بلوچ بېلتون خوښې وسله وال ډلې بلوچ لبریشن ارمي منلې او یا لا قانونه تحریک طالبان پاکستان.

تېر کال 2021 د جولایي په مياشت کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلعه کوهستان کې په داسو ډيم کې په کار کوونکو چينايي انجنئیرانو برید شوی وو چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو.

د بلوچستان په بېلابيلو علاقو او کراچۍ کې د چين د کونسلګرۍ ترڅنګ په چينايانو نور بريدونه هم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG