لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خلیفه بن زاید د مړېنې وروسته، د نړۍ مشران د عربي اماراتو د نوي صدر سره د غمشریکۍ دپاره ابوظبي ته روان دي


واشنګټن - د نړۍ مشران د اتوار/یکشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ورسېدل چې هلته د اماراتو نوي مشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان ته د هغه د ورور او مخکېني صدر خلیفه بن زاید آل نهیان د مړينې له امله تعزیت ووایي او متحده عربي اماراتو سره چې د خطې په کچه یو اهم ملک ګڼل کیږي، ملاتړ څرګند کړي.

شیخ محمد، چې اوس د ابوظبي نوی امیر دی، مخکې تر دې چې د خالي/شنبې په ورځ د قامي عالي شورا له خوا د متحده عربي اماراتو درېیم صدر وټاکل شي، په تېرو کلونو کې یې د تیلو نه غني او شتمن هېواد عربي متحده اماراتو په هدایت کولو کې اهم کردار ادا کړی دی.

د فرانس صدر اېمانویل مېکرون چې ملک یې د متحده عربي اماراتو سره پوځي او د مفاداتو ډک تجارتي تعلقات لري، په ابوظبي کې یې شیخ محمد ته وویل چې متحده عربي امارات کولی شي "د فرانس په دوستۍ باندې حساب وکړي". د فرانس صدارتي اېوان زیاته کړې چې په دې لیدنه کې صدر مېکرون او د عربي اماراتو نوي صدر شیخ محمد د اوکراین د جګړې په باب هم خبرې کړي دي.

د اسرائیل صدر اسحاق اېرزوک هم ابوظبي ته تللی، خو د تګ نه محکې یې وویل چې دوه کاله وړاندې د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ د تعلقاتو جوړېدل د ټولې خطې دپاره یوه اثاثه وه چې د خلیفه په شمول، د "جرأت مندو او مخکښو مشرانو" له خوا یې بنیاد کېښودل شو.

متحده عربي اماراتو او بحرین د عربي ملکونو د لسهاوو کلونو دا اتفاق چې اسرائیل سره به تعلقات نه ساتي، منسوخه کړ او اسرائیل سره یې د تعلقاتو په جوړولو، په سیمه کې د ایران خلاف یو نوی محور جوړ او د فلسطینیانو غوسه یې راوپاروله.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د فلسطینیانو صدر او همدا راز د برطانیې وزیراعظم هم ابوظبي ته ولاړ شي.

د قزاقستان صدر قاسم جمرات توکایف او د اماراتو نوی صدر د ابوظبي حاکم شیخ محمد بن زاید
د قزاقستان صدر قاسم جمرات توکایف او د اماراتو نوی صدر د ابوظبي حاکم شیخ محمد بن زاید

د امریکې د حکومت نه به نایب صدره کامېلا هرېس د ګل/دوشنبې په ورځ عربي متحده اماراتو ته ورسیږي او د صدر بایډن په نمایندګۍ به شیخ محمد ته تعزیت ووایي.

د عربي ملکونو څو تنو مشرانو د خالي/شنبې په ورځ د متحده اماراتو وفات شوي صدر ته احترام ادا کړ. د سعودي عرب شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان، چې پلار یې پاچا سلمان یوه هفته مخکې په هسپتال کې بستري شوی، د سعودي عرب د طرفه یو پلاوی ابوظبي ته ولېږلو.

د افغانستان ځایي ټلوېژن - طلوع نیوز - پخواني صدر حامد کرزي ته د یوې نږدې سرچینې په حواله خبر ورکړی چې ښاغلي کرزي هم غوښتل د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د جنازې په مراسمو کې د ګډون دپاره ابوظبي ته ولاړ شي، مګر طالبانو ورته د سفر کولو اجازت ندی ورکړی.

وي او اې سره هم د پخواني صدر حامد کرزي یوې نږدې سرچینې ویلي چې پخواني صدر متحده عربي اماراتو ته د تګ خیال درلود، او په دې اړه یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته احوال هم ورکړی و، مګر طالبانو ورته د هو او نه جواب ندی ورکړی.

طالبانو پخپله په یو لنډ پیغام کې د خلیفه بن زاید آل نهیان کورنۍ او او د متحده عربي اماراتو ته د هغه د مړینې له کبله تسلیت/تعزیت ویلی دی.

د متحده عربي اماراتو نوی صدر

د اماراتو نوی صدر او د ابوظبي امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان چې په اېم بي زي MbZ مشهوره دی، د منځني ختیځ په سیاست کې یو قوي لاس ګڼل کیږي او په لویدېځ کې یې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په اتل پېژندلو کې هم مؤثره کردار ادا کړی دی. هغه د سیاسي اسلام خلاف مبارزه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو نوی صدر او د ابوظبي نوی حاکم/امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان
د متحده عربي اماراتو نوی صدر او د ابوظبي نوی حاکم/امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان

اېم بي زي د روس او چین سره ژور تعلقات لري او هغه هم په داسې وخت کې چې د خلیج عربي ملکونه ورځ تر بلې د سیمې د امنیت په باب د امریکې لوظونو باندې پوښتنې راپورته کوي.

متحده عربي اماراتو د اوکراین د جګړې په اړه د مغربي اتحادیانو نه خپله لاره جدا کړه او د روس د څنډې کولو تګلاره یې خپله نکړه.

د دې ټولو سره سره، ابوظبي د کلونو دښمنۍ نه پس، د ایران او ترکي سره هم د تعلقاتو د ښه کولو دپاره ګامونه واخېستل.


د دې رپوټ زیاتره برخه د رائټرز خبري ادارې نه اخېستل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG