لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لومړي ځل د اسرائیل وزیراعظم د متحده عربي اماراتو په دوره تللی دی


د اسرائیل وزیراعظم نفتالي بنېت د شهزاده ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان د ملاقات دپاره، ابوظبي ته تللی دی. دا متحده عربي اماراتو ته د یو اسرائیلي وزیراعظم اولنی سفر دی. اټکل کیږي چې د بحثونو په اېجنډا کې به د ایران د جوهري منصوبې مسئله شامله وي.

اماراتو ته د اسرائیل د وزیراعظم دا سفر، صرف څو ګنټې مخکې د پرواز نه یې اعلان شو. اماراتو ته د روانېدو وړاندې، نفتالي بنېت د دوو ملکونو ترمنځ د ژورې شراکت دارۍ د قوي امکان خبرې وکړې.

بنېت پخپلو خبرو کې وویل: "زه به د ولیعهد شهزاده شیخ محمد بن زاید سره ملاقات وکړم. مونږ به په یو شمېر برخو کې د خپلو همکاریو د لا پراخولو په لارو چارو بحث وکړو، په خصوص زمونږ د اقتصادي او تجارتي تعلقاتو په مضبوطولو به وغږیږو."

اسرائیل او متحده عربي اماراتو د ډېرې مودې راهیسي نږدي اقتصادي او امنیتي اړیکې لرلي دي، خو څه باندې یو کال وړاندې پورې دا تعلقات برالا شوي نه و. اوس د امریکا په وساطت چې د ابراهیم تړونونو په نوم لوظنامې لاسلیک شوي دي، اسرائیل سره د اماراتو هغه تعلقات لا پسې مضبوطه شوي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د اسرائیل سفیر امیر هائیک وایي چې د اسرائیل د وزیراعظم او د اماراتو د ولیعهد شهزاده ترمنځ دا ملاقات، یوه تاریخي لیدنه ده. هغه زیاته کړه چې د اسرائیل او عربي متحده اماراتو ترمنځ تعلقات لکه د یو کلن ماشوم په شان دي چې په یوه کلنۍ کې په درېیو ژبو ګړېدلی شي، او په اماراتو کې د نفتالي بنېت سفیر ته ډېر جوش لیدل کیږي.

د دواړو مشرانو په ملاقات کې به د ایران د جوهري پروګرام مسئله، د اېجنډا مهمه برخه وي. اسرائیل او امارات دواړه په دې خبره چې ایران ممکن په یو اېټمي قوت بدل شي، فکرمند دي.

ایران په کراتو دا ټینګار کړی چې د جوهري منصوبې مقصد یې د پرامنه انرجۍ ترلاسه کول دي، مګر غربي او عربي هېوادونه او همدا شان اسرائیل، د ایران په دې خبره پوره باور نلري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG