لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور: د مذهب د سپکاوي په تور دوه تنه نيول شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د مذهب د سپکاوي په تور دوه تنه نيول شوي دي، ويل شوي دغو کسان په ټولنيزو رسنيو د سپکاوي مواد خپاره کړ ي وو.

ډان ورځپاڼې په خپل خبر کې ویلی، دغه کسان چې محمد اسامه او مېشام عباس نوميږي، د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي اې) سايبر څانګې نيولي دي.

د خبر ترمخه په دغو کسانو د پېغمبر او قران شريف د سپکاوي مادې لګول شوي، اسامه د لاهور او مېشام د منډي بهاالدين نه نيول شوي او د ګل په ورځ جېل ته لېږل شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو خبرونه مخې ته راځي.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظیم (اېچ ار سي پي) د کال 2021 په رپورټ کې ویل شوي چې تېر کال پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور کې لږ تر لږه 585 مقدمې درج شوي چې زياتره پکې د پنجاب څخه دي.

پاکستان کې د بشري حقونو دپاره کار کوونکي او خپله اسلامي نظرياتي کونسل وايي، د مذهب د سپکاوي تورونه اکثر له د ذاتي شخړو په سرلګول کيږي.

په وروستیو کې د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ويلي وو، "په يو تن د مذهب د سپکاوي، دقران د سپکاوي او توهين رسالت تور لګول او بيا پرې تشدد کول، غېر شرعي، غېر انساني او اسلامي عمل اؤ داسلامي اصولو نه انحراف دی".

د اسلامي نظرياتي کونسل ترمخه د عدالتونو نه د توهين رسالت حقيقي مجرمانو او د قانون په لاس کې اخستونکو ته د سزا نه ورکول، يا په دې کې ډېر زيات ځنډ راوستل، د ولسي غبرګون او قانون په لاس کې اخستو او د تشدد پله د تګ سبب جوړيږي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کال 2021 کې په نړيواله کچه د بشري حقونو په اړوند خپور کړي رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د بشري حقونو سختې سرغړونې شوي دي.

څيړونکي وايي پاکستان کې مذهب د سپکاوي په نوم وژنې اوس هم روانې دي چې مذهبي عدم برداشت څرګندوي.

XS
SM
MD
LG