لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: مرکزي اېشیا د سټرېټیجک زغل لپاره د واشنګټن او بېجنګ تر منځ ګېره ده


واشنګټن ــــ څېړونکي فکر کوي د امریکا په موجوده او تېر دواړو حکومتونو کې مرکزي اېشیا د سټریټجکي زغل لپاره د واشنګټن او بېجنګ تر منځ ګېره شوې ده.

دوی زیاتوي د امریکا له خوا د چین په شینجیانګ سیمه کې د بشري حقونو سرغړونې په ډاګه کولو سره سیمه یيز هیوادونو د چین سره خپلو پالیسیو ته بیا کتنه کړې خو د چین او مرکزي اېشیا تر منځ د وړاندې نه موجود په اړیکو کې ستونزو باندې بحث کم شوی دی.

جینفر بریک مورتضا شویلي په پیټسبرګ پوهنتون کې د حکومتدارۍ او مارکیټونو د مرکز مشره ده، دا وایي د چین دې وخت پام امنیت اړخ ته دی او په خصوصي توګه د افغانستان په امنیت باندې.

مېرمن مرتضا شویلي زیاتوي چین نه غواړي چې ترهګري یا د توندروۍ فعالیتونه د افغانستان نه چین ته واوړي او غواړي د ترهګرۍ مخنیوی وکړي چې په سیمه کې ناارامي پیدا نه کړي.

نوموړې د امریکا چین اقتصادي او امنیتي چارو د څار کمیشن ته په وینا کې دا خبرې کړې دي. وایي د طالبانو سره د چین روابطو ته دې په غلطۍ سره د مرستو په خیال ونه کتل شي.

مېرمن مرتضا په ټینګه سره دا خبره وکړه چې په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا د پوځي او سیاسي اهدافو په تر لاسه کولو کې ناکامۍ ګاونډي هیوادونه بلخصوص چین، روس، ایران او ازبکستان سخت پریشانه کړي دي.

مېرمن مرتضا شویلي وایي په افغانستان کې د امریکا په مداخلت ترهګرې ډلې د ختمیدو پر ځای سېوا شوې دي چې پکې د داعش خراسان ډله هم شامله ده، وایي چین ګوري چې په شمال کې د بدامنۍ سره نورو ډلو لکه ایسټ ترکستان اسلامي تحریک ته خلا پیدا کیږي کومه ډله چې په چین کې بېلتون خوښې ډله بلل کیږي او په ترهګرو حملو هم تورنه ده. وایي هم په دغه ګمان چین خپلې پالیسۍ او سیمه ییزې اړیکې ساتلي دي.

چین که څه هم ایسټ ترکستان اسلامي موومنټ د یوغور مسلمانانو یو ترهګر تنظیم ګڼي خو امریکا بیا دغه ګمان نه کوي او د کال 2020م په اکتوبر میاشت کې یې د ترهګرو تنظیمونو د فهرست نه وویسته.

مېرمن مرتضا شویلي فکر نه کوي چې چین په افغانستان کې په خپله سرمایه کارۍ کې د توندۍ نه کار اخلي. دا وایي د چین کاروباري پراجیکټونه چې پکې د «میس عینک» درنګ هم شامل دی د ستونځو له کبله د ځنډ ښکار دي او زیاتره نورې منصوبې د کلونو لپاره بندې پرتې دي.

مېرمن مرتضا شویلي ویلي چین لومړی په افغانستان کې یو فعاله حکومت یقیني کول غواړي. د اوږدې مودې سرمایه کارۍ لپاره چین د طالبانو څخه ضمانت غواړي چې نه یواځې د افغانستان سره د چین پوله خوندي کړي بلکې چین ته د ترهګرو د داخلېدلو مخه ونیسي او د دوی د مفاداتو هم تحفظ یقیني کړي.

نوموړې زیاتوي ددې مطلب به دا وي چې طالبان به د ایسټ ترکستان اسلامي موومنټ ځينې غړي هم چین ته ورسپاري او ثابتوي به چې په افغانستان کې تشدد باندې یې پوره کنټرول دی، خو وایې د طالبانو لپاره په دې وخت دا مقصدونه پوره کول ډیر ګران دي ځکه چې خپله طالبان دا وخت د داعش خراسان د خطرو سره مخ دي.

میرمن مرتضا شویلي دواړه اسلامي ډلې د یوې بلې نه جدا بولي او وایي طالبان دعوه کوي چې صرف په افغانستان باندې یې نظر دی خو داعش خراسان په نړیواله کچه د خلافت د نفاذ خبره کوي.

د روس په دې وخت کې دې اړخ ته پام اوښتل او د امریکایانو د اثر ختمېدلو سره به په مرکزي اېشیا کې هیوادونه په لنډ تاریخ کې نور زیات کار کولو ته اړباسي،‌ نو ځکه په سیمه کې د امریکا مداخلت صرف د افغانستان او چین د نورو ګاونډیانو د لارې ممکن دی چې غواړي د نړۍ دوه لوی طاقتونه د یوه بل سره زورازمایي جاري وساتي، د کومې سره سره چې به سیمه یيز هیواونه یو څه خپلواکي او خپلې ازادې خارجه پالیسۍ ولري.

نیوه یاو يه او ایس سي اي په کادمۍ بیشکیک کې څېړونکی دی، هغه غونډې ته وويل چین ګمان کوي چې د یوغور مسلمانانو تحریک په مکمله توګه ختم شي تر دې چې د خپلو رسمي سرحدونو پورې یې هم ختمول غواړي ځکه چې دا د چین د کمیونسټ نظام لپاره خطره جوړه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG