لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موزمبيق کې د پوليو ښکاره شوې پېښه د پاکستان سره تړل شوې ده


په افريقايي هېواد موزمبيق کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې او ويل شوي دغه وايرس چې کوم ماشوم ته لګېدلي دا وايرس په کال 2019 کې په پاکستان کې موجود وو.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د يادې پېښې مخې ته راتلو وروسته په موزمبيق کې د پوليو وايرس خورېدو ویل شوي دي.

په سويلي افريقايي هیواد موزمبيق کې چې د کال 1992 نه وروسته د پوليو لومړۍ پېښه مخې ته راغلې دا په افريقا کې دوېمه پېښه ده چې مالومه شوې ده له دې وړاندې د فرورۍ په نيمايۍ کې په ملاوي کې يوه پېښه رپورټ شوې وه.

ويل شوي په دغو دواړو پېښو کې چې کوم وايرس مالوم شوي دا په کال 1992 کې په پاکستان کې وو.

د خبر ترمخه د صحت نړيوال ادارې په کال 2020 کې افريقا د پوليو نه پاکه ګرځولې خو د تازه پېښو وروسته نړيوالې ادارې اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام په سرکاري وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه سږ کال په ملک کې د پوليو درې پېښې مخې ته راغلي او درې واړه په شمالي وزیرستان کې مالومې شوي دي.

د رپورټونو ترمخه په شمالي وزيرستان کې د پوليو لومړۍ پېښه په 23 اپرېل، دوېمه په 29 اپرېل او درېمه روانه مياشت په 15 مې مخې ته راغلې وه.

بل لور ته د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د شورو/ چهارشنبې په ورځ (18 مې) په اسلام اباد کې د پوليو په اړوند د نيشنل ټاسک فورس غونډه شوې او سرکاري ميډیا ویلي، وزيراعظم په ملک کې د پوليو په تازه پېښو مخې ته راتلو د تحفظاتو څرګندونه کړې ده.

د سرکاري ميډيا ترمخه وزیراعظم ټينګار کړی چې د ملک څخه د پوليو د خاتمې دپاره دې ګډې هڅې وشي او زياته کړې يې ده په دغه لړ کې به مرکزي حکومت پوره پوره مرستې کوي.

په غونډه کې ويل شوي چې د پوليو وایرس په اړوند د بلوچستان او خېبرپښتونخوا 25 ضلعو ته سخته خطره ورپېښه ده.

پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه تېر کال په 2021 کې په ملک کې د پوليو يوه پېښه مالومه شوې او په کال 2020 کې د پوليو 84 پېښې مالومې شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG