لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د افغانستان د درېیو لویو ائیرپورټونو د انتظام چارې د متحده عربي اماراتو یوې کمپنۍ ته ورکړې


واشنګټن (اې پي) - په افغانستان کې واکمنو طالبانو اعلان کړی چې د ملک د درېیو لویو ائیرپورټونو (کابل، کندهار، هرات) د انتظام چارې به د متحده عربي اماراتو یوه کمپنۍ پرغاړه ولري.

طالب چارواکو د نهې/سې شنبې په ورځ (د مئی ۲۴مه) په کابل کې د امارتي کمپنۍ (ګاک GAAC) سره د دې درېیو ائیرپورټونو د انتظام تړون لاسلیک کړ، خو د اې پي خبري ادارې ترمخه، د متحده عربي اماراتو حکومتي مشرانو سمدستي د دې تړون په اړه خپل دریځ ندی واضح کړی.

د طالبانو د حکومت چارواکو او یو شخص چې د ګاک په نوم د امارتي کمپنۍ مشر بلل کېده، په کابل کې د یوې دستورې په مهال د تړون کاغذات لاسلیک کړل او خبري کنفرنس ته راڅرګند شول.

د طالبانو له اړخه دا تړون، د ټرانسپورټ او ملکي هوابازۍ د وزارت نګران نایب وزیر غلام جیلاني وفا امضا کړ. په دې دستوره کې د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر او نور چارواکي هم حاضر و.

ملا برادر وویل چې د ائیرپورټونو د انتظام په اړه له یوې مودې راهیسي دوی په خبرو بوخت و، او بالاخره دا خبرې نتیجې ته ورسېدې. ملا برادر زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه وویل چې په دې تړون سره به، نړېوال هوایي شرکتونه یا ائیرلاینونه وکړی شي چې افغانستان ته په محفوظه توګه خپل پروازونه پيل کړي. هغه په سرمایه کارانو غږ وکړ چې افغانستان ته ورشي او هلته دې سرمایه کاري وکړي، او دا ټینګار یې هم وکړ چې د طالبانو حکومت به دغو سرمایه کارانو ته سهولتونه او تحفظ ورکړي.

د متحده عربي اماراتو یوه خصوصي کمپنۍ په داسې وخت کې د افغانستان د څلورو لویو ائیرپورټونو د انتظام او امنیت ټېکه واخېسته چې تر دې مخکې طالبانو په دې اړه د قطر او ترکیې حکومت سره خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG