لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: بهرني ائیرلاینونه دې کابل ته خپل پروازونه بیا پیل کړي، مونږ همکاري کوو


د طالبانو اختیار لاندې کابل ائیرپورټ ته تر اوسه صرف د ګوتو په شمېر خارجي پروازونه شوي دي
د طالبانو اختیار لاندې کابل ائیرپورټ ته تر اوسه صرف د ګوتو په شمېر خارجي پروازونه شوي دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ له خارجي ائیرلاینونو (هوایي شرکتونو) نه وغوښتل چې کابل ته دې خپل تجارتي مسافر وړونکي پروازونه بېرته پیل کړي. طالبانو ویلي چې په کابل ائیرپورټ کې مخ ته راغلي مشکلات اوس حل شوي او هوايي ډګر "پوره فعاله دی".

طالبان د اګسټ میاشتې په نیمایي کې د پخواني افغان حکومت د ړنګېدو نه پس، واک اختیار ته ورسېدل. امریکاییانو افغانستان کې خپل پوځي شتون هم ختم کړ او چې زرګونه بهرنیان او افغان اتحادیان یې له کابله راویستل، نو کابل ائیرپورټ هم د ټولو کمرشل یا تجارتي پروازونو پرمخ وتړل شو، چې بیا د امریکاییانو تګ نه پس هم، ائیرپورټ د تخنیکي اړخه پروازونو ته آماده نه و او غېرفعال پاته شوی و. وروسته بیا لږ څه فعاله شو چې د امداد او چارټر مسافر وړونکو یو څو محدود شمېر پروازونو ته، هغه هم د قطر هېواد د تخنیکي مرستې په برکت، آماده کړی شو.

د طالبانو حکومت کې د دوی د خارجه وزارت نوی ټاکل شوی ترجمان، عبدالقهار بلخي ویلي: "دا چې په کابل انټرنېشنل ائیرپورټ کې مشکلات حل شوي دي او ائیرپورټ د داخلي او بهرني پروازونو دپاره پوره فعاله شوی دی، د افغانستان اسلامي امارت (طالبان) ټولو ائیرلاینونو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي."

پي آئې اې وایي کابل ته یې د تجارتي پروازونو شرایط ندي برابر او انشورنس رېټ هلته جګ دی
پي آئې اې وایي کابل ته یې د تجارتي پروازونو شرایط ندي برابر او انشورنس رېټ هلته جګ دی

طالبان خپل حکومت ته د "اسلامي امارت" ټکی کاروي، خو د یادونې وړ ده چې تر اوسه هېڅ ملک د دوی حکومت ندی تسلیم کړی. عبدالقهار بلخي دا هم ویلي چې د بین الاقوامي پروازونو د بندېدو له وجې، ګڼ شمېر افغان شهریان چې غواړي سفر وکړي، ګېر پاته دي. بلخي ویلي: "اکثره دا افغانان، ښځې، ماشومان، طالب علمان، مریضان، او تاجران دي چې غواړي آزاد سفر وکړي. د دې ترڅنګ، زیاتره افغان شهریان چې نړېوالې نوکرۍ لري یا غواړي بهر ملکونو کې تعلیم وکړي، اوس خپلو منزلونو ته د رسېدو په لاره کې له مشکلاتو سره مخامخ دي."

د طالبانو د دې غوښتنې په جواب کې چې بهرنیو ائیرلاینونو نه یې د پروازونو د بیا پیل غوښتنه کړې ده، تر اوسه څه غبرګون مخې ته ندی راغلی.

کله چې وي او اې د پاکستان انټرنشنل ائیرلاینز (پي آئي آې) له یو ترجمان نه په دې اړه پوښتنه وکړه، نو هغه وویل چې د دوی سرکاري کمپنۍ آمادګی لري چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ پروازونه پیل کړی، خو په افغانستان کې شرایط اوس هم برابر ندي او هلته کې د فعالیت دپاره د انشورنس (بیمې) رېټ ډېر جګ دی.

طالبانو په داسې حال کې افغانستان کې د خارجي ائیرلاینونو د پروازونو بیا بحاله کېدل غوښتي چې کوشش کوي خپل حکومت په نړېوالو باندې هم تسلیم کړي او دې ته یې سفارتکاري هلې ځلې شروع کړي دي، خو د طالبانو دا نګران حکومت چې هېڅ ښځه په کې نشته او د سیاسي اړخه هم ټولشموله نه ګڼل کیږي، تر اوسه نړېوالو ته د منلو ندی.

په ورته وخت کې امریکې د افغانستان بلینونه ډالره منجمد کړي او ورلډ بنک او آئی اېم اېف اهمو اثاثو ته د افغانستان لاسرسي باندې پابندي لګولې ده. په دې حال کې د طالبانو تر واک لاندې د بنیادي بشري حقونو په حواله فکرمندۍ په ډېرېدو دي.

نړېوالې برادرۍ په عمومي توګه طالبانو سره نېغ په نېغه سفارتکاري تعلقات ندي پرانېستي، او وایي دې ته به انتظار کول وي چې وکتل شي طالبان د بشري حقونو خیال ساتي او ټولشموله حکومت جوړي او که نه.

طالبانو د خپل واکمنۍ په اول دور (۲۰۰۱-۱۹۹۶) کې سختدریځه نظام جوړ کړی و، ښځې یې کار او تعلیم ته نه پرېښودې او په خلکو یې سختۍ راوستلې وې. خو په دې وروستیو کې طالبانو وعده کړې وه چې حکومت جوړولو کې به ډېره رواداري کوي او د بشري حقونو، په خصوص د ښځو د حقونو خیال به ساتي، او بیا به نه پرېږدي چې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي.

چین، روس، او ګاونډي ملک پاکستان ټولو د طالبانو سره کتنې او خبرې پیل کړي، او په نړېوالو هم زور اچوي چې د افغانانو د بنیادي بشري ضرورتونو د فوري پوره کېدو دپاره دې کابل سره مرستې وکړي. پاکستان، چین او روس د افغانانو د اثاثو غیرمنجمد کېدو غوښتنه کړې او ویلي چې په افغانستان دې ټول لګېدلې پابندۍ لېرې شي چې د افغانستان د اقتصاد د ړنګېدو مخه ونیول شي. خو دوی هم شرط ټاکلی چې طالبان به هله تسلیم کړی شي چې خپلې وعدې پرځای کړي.

په کابل کې د چین سفیر د اتوار/یکشنبې په ورځ د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د چین دا غږ یې بیا اوچت کړ چې افغانستان سره دې مرسته وشي.

د خالي/شنبې په ورځ د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف په ملګرو ملتونو کې وویل چې په نړېواله کچه د طالبانو تسلیمول یا په رسمیت پېژندل، "په موجوده حال کې د بحث وړ نده". هغه زیاته کړه چې په کابل کې موجوده انتظامیه په دې کې ناکامه شوې چې د افغانستان د معاشرې نسلي، مذهبي او سیاسي اړخونه ټول ځان کې شامل کړي.

لاوروف دا هم وویل چې ماسکو، واشنګټن، بجینګ او اسلام آباد ټول په مشترک ډول کار کوي چې طالبان د هغو وعدو عملي کولو ته اړ باسي کوم چې دوی کړې وې.

بل اړخ ته طالب چارواکو د خپل اعلان شوي حکومت په دفاع کې ويلي چې د دوی په حکومت کې د افغانستان د مختلفو نسلونو (نژادونو) استازي شامل دي او دا وعده یې هم کړې چې ښځې به هم ډېر ژر کارونو ته ولاړې شي. مګر دا وعده یې هم کړې طالبانو چې د خارجي فشار لاندې به پخپلې کابینې کې هېڅ بدلون نه راولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG