لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: نن به ډي چوک ته رسېږم، حکومت يې لارې نيولي


د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان ويلي، د اسلام اباد په کشمير روډ به تيريږم او ډي چوک ته به رسېږم.خو د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې د اسلام اباد په لورې د پاکستان تحریک انصاف د لاریون مخه به نيسي.

عمران خان پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په پېښور کې په خبري غونډه کې ویلي وو که هر څنګه وي دوی به اسلام اباد ځان رسوي او له دغې وړاندې يې ویلي وو هغه به په خپله د پېښور نه د لاريون مشري کوي او په 25 مې يعنې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ به ماسپښين درې بجې به د اسلام اباد په سرينګر هايي وی د خپلو پلويانو سره ویني.

خو د پرونۍ خبري غونډې وروسته عمران خان په يو ويډيو بيان کې ویلي، په اسلام اباد کې به ډي چوک ته رسيږو. هغه په خلکو غږ کړی چې په ټول ملک کې راووځئ.

ډي چوک د پاکستان دپارلیمان مخې ته غځېدلی هغه لویې سړک دی چې په کال 2014م کې پرې د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند د پخواني وزیراعظم نواز شریف د استعفا دپاره تر درېو میاشتو زیات احتجاجي پرلت غځولی وو.

بل لور ته د ځايي ميډیا ترمخه عمران خان چې به نن د خېبرپښتونخوا نه اسلام اباد پله روانيږي، د پېښور نه اسلام اباد ته تلونکې موټروی ته تلونکې نورې ټولې لارې نیول شوي دي.

ويل شوي موټر ته د چارسدې، مردان، سوات او صوابۍ نه تلونکې لارې/ انټرچېنجې بندې کړی شوي او په صوابۍ کې اسلام اباد ته تلونکې دغه غټه لاره بنده کړی شوې ده.

بل لور ته حکومتي وزيرانو پرون په ښکاره په خبري غونډه کې ويلي دغه لاريون ته به اسلام اباد ته د راتلو اجازه ور نه کړي، وزيرانو عمران خان ته فتنه ويلي او زیاته کړې يې ده دغه لاريون نه بلکې ګډ وډی جوړول دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تحریک انصاف ګوند د لاریون په مهال د څه رقم بدې پېښې د مخنیوي لپاره داسلام اباد د ریډزون د امنیت لپاره پوځ رابللی دی او د وزیراعظم د ماڼۍ، د ایوان صدر او سپریم کورټ د ودانیو حفاظت باندې به پوځ مامور وي.

د میډيا له مخې د پوځ ترڅنګ ایف سي ځواکونه هم اسلام اباد ته بلل شوي او دوه زره د ایف سي عسکر به د مهمو ودانیو او سړکونو په حفاظت مامورولی شي.

ددې ترڅنګ انتظامیې اسلام اباد کې د دوو میاشتو لپاره دفعه 144 لګولې ده، په سيند او پنجاب کې هم د پینځه نه د زياتو کسانو په رايو ځای کېدو 144 دفعه لګول شوې ده.

عمران خان د خېبرپښتونخوا او پنجاب په خپلو پلويانو اسلام اباد ته د رسېدو او سيند او بلوچستان کې په خپل خپل ځای د راوتلو غږ کړی دی.

پرون خبري غونډې ته په وينا کې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله دعوه وکړه، چې عمران خان د احتجاجي لاريون لپاره د خېبر پښتونخوا صوبې سرکاري وسيلې کاروي او دا چې عمران خان د صوبايي ځواکونو سره په مرکز د حملى منصوبه جوړه کړې ده.

د تحریک انصاف د لاريون د مخې نيولو وروسته ویل شوي، دغه ګوند د لارو نيول کېدو پرضد عدالت ته خواست کړی او د ځايي ميډیا ترمخه عدالت د درېو ججانو بنچ به هم نن د دغه خواست اورېدنه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG