لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور: د خړکمر په پېښه کې وژل شوو ته په درېو کلونو کې انصاف ور نه کړی شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د شمالي وزیرستان خړ کمر پیښې درې کاله پوره شول خو په دې پېښه کې وژل شوو کسانو ته انصاف ور نه کړی شو.

هغه تور لګولی، په رڼا ورځ د پاکستان پوځ په پرامنه احتجاج کونکو ډزې کړې چې پکې د دوی 16 کسان وژل شوي او 46 یې نور ټپي شوي وو.

‏د شمالي وزيرستان په خړکمر علاقه درې کاله وړاندې په (26 مې) په يوه پوځي چيک پوسته د ډزو په پېښه کې د پي ټي اېم 15 فعال وژل شوي او 23 نور ژوبل شوي وو.

په 2019 کې د پي ټي اېم د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ په خړ کمر کې احتجاجي مظاهره کېدله او په دغه مهال چې دا مظاهره چيان په پوځي چيک پوسته ورغلي هلته بيا د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

پوځ او پي ټي اېم په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي، پوځ ويلي وو د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ احتجاج کوونکي د مشکوک ترهګرد خلاصولو دپاره په چيک پوسته ورختلي او بیا د پوځ لخوا د مخې نيولو په وخت دوی په پوسته ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې پينځه پوځي سرتيري ژوبل شوي وو.

پوځ ویلي وو د پوځ په ځوابي ډزو کې بيا درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پوځ دا هم ويلي وو چې په دغه موقع یې علي وزير سره د اته نورو کسانو نيولی وو او محسن داوړ بيا وروسته په خپله ځان پوليس ته حواله کړی وو.

خو وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ټپي کېده تاييد کړي او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

پوځ د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د علي وزير او محسن داوړ پرضد درج کړې او هغوی پکې بيا جېل ته لېږل شوي وو.

خو د بنو د ترهګرۍ د عدالت د اېبټ اباد څانګې بيا په 14م اکتوبر 2020 په علي وزير او محسن داوړ د خړکمر د پېښې او وروسته بيا په يو پوځي ګاډي د چاودنې جوړې مقدمې خارج کړې وې.

د دغه پیښې وروسته پي ټي ایم په ملکي او نړیواله کڅه احتجاجي مظاهرې کړې چې پکې د انصاف غوښتنې شوې

خو منظور پشتین وایي د دوی غوښتنو د منلو په ځای د دوی پرخلاف د ملک په ګوټ ګوټ کې مقدمې درج شوې او دوی پلویان زندانونو کې بندیوان کړی شو.

منظور پشتین د پاکستان په میډیا نیوکې کړي او ویلي يې په میډیا کې دوی ته د ځای ورکولو په ځای د دوي پرخلاف منفي او پروپیګنډا خبرونه خپرول کیږي.

هغه ویلي د خړ کمر پېښې درې کاله پوره شول خو تر اوسه دې پیښه کې وژل شوو کسانو ته انصاف ترلاسه نه شو او نه په دې د پاکستان پارلیمان یا میډیا خبرې وکړې.

نوموړي ويلي، د جون په پینځمه د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه کې د شمالي وزیرستان خړ کمر، دجنوبي وزیرستان پي ټي ایم فعال سردار عارف وزیر وژنه او په دریم جون 2018 کې وانه سیمه کې په غورځنګ شوي وسله وال برید کې وژل شوي کسانو په یاد کې لویه ولسي غونډه کوي.

په دې اړه جاري کړي ویډیو پیغام کې منظور پشتين تور پورې کړی چې بیا دغلته د نوي جنګ اغاز شوې او د راتلونکي خطراتو په اړه به قامی بیانیه وړاندې کوي.

د پي ټي اېم مشر دغه تور په داسې وخت کې لګولی چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوي دي.

د بدامنۍ تازه وروستې پېښه په 24 مې رامنځته شوې او دوه پاکستاني پوځيان د وسله والو سره په نښته کې وژل شوي وو، او له دغې یوه ورځ وروسته هم په شمالي وزيرستان کې په هدفي وژنو کې دوه نور کسان وژل شوي او ځایي خلک وایي د کال 2014م د پوځي (ضرب عضب عملیاتو) وروسته نیزدې 450 کسان په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د شمېرو ترمخه د روان کال (2022) په لومړيو څلورو مياشتو کې د ترهګرو فعاليتونه سېوا شوي او په دې دوران کې د ترهګرۍ 97 پېښې رامنځ ته شوي چې پکې ګڼ شمېر امنيتي عسکر، عام وګړي او وسله وال وژلی شوي دي.

د يادې ادارې ترمخه د ترهګرۍ په 97 پېښو کې د امنيتې ځواکونو په ګډون 474 عام وګړي او وسله وال وژل شوي دي او نور 422 کسان ژوبل شوي دي.

او د پاکستان پوځ د اپريل په 14 مه ويلي وو چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې د وسله والو پرضد عملياتو کې 128 وسله وال وژل شوي او 270 نور نيولی شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG