لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په ماين چاودنه کې يو تنکی ځوان ژوبل شوی


په جنوبي وزیرستان کې بیا د بارودي ماين چاودنې پېښه شوې د علاقې یو تنکی ځوان پکې ژوبل شوی دی. پولیسو د ماين چاودنې دا تازه پېښه تاييد کړې او وایي دا پیښه پرون د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان د لدها سب ډویژن په شوال سیمه کې شوې ده.

د مکین تاڼې چارواکو ویلي دغه پېښه هغه وخت شوې چې د سیمې 14 کلن تنکي ځوان اکرام الله په علاقه کې څاروي څرول.

د پولیسو په وینا په پیښه کې ژوبل ماشوم په سمدستي توګه رزمک سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

د روغتون سرچینې وایي د ماشوم حالت د خطرې نه بهر دی خو په یوه پښه معزوره شوی دی.

ځایي خلک وایي په علاقه کې د ځمکنیو ماینونو دچاودنو پېښې زیاتې کیږي او د احتجاجي پرلتونو د لارې په دې حکومتي چارواکي خبر کړي او د علاقې نه د زمکنیو ماینونو دپاکولو غوښتنه يې کړې خو دا غوښتنه يې نه منل کیږي.

او دغلته په زيات شمیر سره دغه رقم چاودنې کیږي چې پکې د علاقې ځایي خلکو ته تاوان اوړي.

دوي وایي د علاقې خلک غریبان دي ،څاروي څروي او په دې خپل معاش برابروي خو په علاقه کې ښخو ماینونو سخت پریشانه کړي دي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورۍ په پینځمه خبري غونډې ته ویلي وو، په 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت یو شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په جنوبي وزيرستان کې په ماينونو معذوره شووکسانو د ستمبر په مياشت کې نزدې 25 ورځې احتجاجي پرلت کړی وو او د حکومت نه يې د معاوضي، درملنې او نوکريانو غوښتنه کوله .

وروسته دسیمه ییزې انتظاميې په دې باور چې د دوی غوښتنې به منل کيږي، دوزیرستان ماین ځپلو خپل دغه پرلت د دوه میاشتو د پاره وځنډولو.

په دې احتجاج کې د لسګونو په شمېر معذوره کسانو ګډون کولو چې پکې ډېرو ته پلاسټیکي پښې او لاسونه لګېدلي وږ.

دغو معذوره کسانو ویل احتجاج ددې لپاره کوي چې دوی ته د حکومت ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه وخت ځایي‌ انتظامیې وي او اې ډیوه سره یوه خبرپاڼه شريکه کړې وه چې پکې د احتجاج کوونکو سره د دوی دغوښتنو منلو ژمنې شوې وې.

خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د سيمې مشران دوی (انتظامیې) ته کومې سيمې په ګوته کړي هلته به د ماينونو ټيمونه ورځي او ماينونه به پاکوي.

انتظامیه وایي د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې معذوره شوو کسانو ته د مرستو خصوصي پیکیج او د نوکریو دپاره صوبایي حکومت ته او د څارویو تاوان د پاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې ته سپارښتنې لیږل شوي او پر دې احتحاج کوونکو جوړې مقدمې ختم کړل شوې دي.

په سیمه کې د پښتنو دحقونو لپاره په فعالیت بوخت د پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ماین پاکۍ غوښتنه کوي او وايي جنوبي وزیرستان کې د 2016 نه را په دېخوا د 400 نه زیات کسان د ځمکنیو ماینونو د چاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د ښځو او ماشومانو ده. او په زياته شمېره کې پکې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي. وایي تر اوسه د دوی دې غوښتنې ته پاملرنه نه ده شوې.

په علاقه کې د پي ټي ایم فعال او د مسید قام روایتي جرګې غړی رحمت شاه وایي، دوی ته ویل کیږي چې تاسو ځایونه په ګوته کړئ حکومت به هغه علاقه پاکې کړي.

هغه وویل دا چاودنې خو په ټول وزیرستان کې کیږي هره علاقه کې ماینونه خواره دي او که صفایي یې وه نه شوه دا شمیرې به نورې هم سیواه کیږي.

تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د پېښور هايکورټ د خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت ته امر کړی وو چې په قبايلي سيمه کې چرته هم په ځمکه ښخ ماينونه دي هغه دې پاک کړی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG