لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: قومي جرګې د افغانستان سره د تجارتي لارو پرانسته غوښتنه کړې


د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې باجوړ قومي جرګې چې پکې سياسي، ولسي او تجارتي مشران شامل دي، د پاکستان د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د باجوړ لارې دې پرانستل شي چې خلک پرې تګ راتګ او تجارت وکړي، دا نه یواځې د ځايي خلکو بلکې د علاقې د خلکو په ګټه تماميږي.

حکومتي چارواکي هم مني چې د قومي جرګې د لارو پرانستو غوښتنه جايز ده اود دغو لارو په پرانستو کار روان دی زر به يې خلاصې کړي.

تازه جرګه پرون د جمعې په ورځ (27 مې) د باجوړ د سلارزو په پشت علاقه کې شوې ده، او له دې وړاندې دوه جرګې نورې شوي او بله جرګه په راتلونکې جمعه ټاکل شوې ده.

د باجوړ په قومي په جرګه کې ګډون وال ليکوال او د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی مولانا خانزېب وايي، د دوی بنيادي غوښتنه د باجوړ نه تر چترال او بيا د دير پورې چې د افغانستان سره څومره تاريخې لارې وې،د منځنۍ ايشيا پورې، تجارتي تګ راتګ به کېدو، هغه ټولې دې پرانستی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د افغانستان سره 16 غټې تجارتي تاریخي لارې وې، په دغو لارو کې د 20 کالو راهسې د بده مرغه يواځې د تورخم او چمن لارې خلاصې وي او نورې اکثرې تړلې پاتې شوي دي.

"د باجوړ ولس اوس په يوه خله دا اواز کوي چې تراوسه پورې خو ویل کېده چې په افغانستان کې بدامني ده، امریکا ده يا د هند اغېز به یادېدو، اوس خو هغه حالات هم نشته امريکا هم لاړه د دې سيمې نه، نو ولې زمونږ دا تجارتي لارې، د ولس د تګ راتګ لارې، دومره بندې کړی شوي دي، چې مونږ پرې د يو بل جنازو له هم نه شو تلی".

د جرګې یو بل ګډون سراج الدین چې د مسلم ليګ ن سره تړاو لري وايي، د جرګو دغه روانه لړۍ غوښتنه کوي چې د باجوړ د افغانستان سره تړلې لارې دې په قانوني توګه پرانستل شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "دا (لارې) دې قانوني پرانستل شي، دلته دې کسټم راشي، دلته دې سړکونه راشي، دا دې مونږ ته د تورخم او چمن په څېر پرانستل شي، د دې نه به د پاکستان خزانې ته ټېکس هم جمع کیږي او ولسي وګړي به هم ورسره ښه شي"​.

د باجوړ ډپټي کمشنر (ډي سي) افتخار عالم وايي، د باجوړ د افغانستان سره لارې د امنيت له امله تړل شوې وې چې خواو شا لس کاله يې وشو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، ځايي خلکو د دوی سره په دغه مسله ليدلي او دوی بيا د خلکو غوښتنه د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره هم شريکه کړې ده، خو نوموړی وايي،

"حالات لا سازګار نه دي، چې کله حالات سازګار شي او دواړه حکومتونه په دې رضا وي، او يو قانوني لاره د دې دپاره جوړه شي کار پرې روان دی، نو ډېر زر به د باجوړ دا لارې پرانستل شي، دا دې خلکو جايز غوښتنه ده".

د عوامي نيشنل ګوند د باجوړ جنرل سيکرټري نثار باز وايي، چې د پاکستان د هند، ايران او چين سره لارې پرانستې دي، قومي جرګه غوښتنه کوي د باجوړ لارې دې هم پرانستل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی د حکومت پاکستان نه د باجوړ د درېو لارو په سمدستي توګه د پرانستو غوښتنه کوي.

"د باجوړ ناوه پاس، غاښي پاس، لېټۍ پاس دی، چې دغه لارې په سمدستي ډول د تجارت دپاره پرانستل شي، د کرښې دواړو غاړو ته یو وطندار دېره دي، د خلکو رشتي دي د کلونو راهسې تګ راتګ بند دی".

د جرګې ګډون والو وويل، په پرونۍ جرګه کې يوه کميټي جوړه شوې چې پکې سياسي، قومي، ولسي او تجارتي مشران شامل دي د راتلونکې جمعې په ورځ جرګه کې به دغه کميټي خپله تګلاره اعلانوي، چې که حکومت د دوی غوښتنه مني نو دوی به بيا د خپلو غوښتنو منلو دپاره په احتجاجونو لاس پورې کړي.

دوی وويل جرګې په علاقه کې د پوره ا منيت او انټرنېټ د بحالۍ غوښتنه هم وکړه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG