لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مسيدو قومي جرګه: که بيا پوځي عملیات کيږي، علاقه نه پرېږدو


مسیدو قومي جرګه

د جنوبي وزيرستان په سراروغه سیمه کې تیره ورځ د مسیدو قومي جرګه شوې چې پکې په علاقه کې د امنیت د ټیګنښت، د بیا پوځي عملیاتو د مخنیوي او حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې شوې او ویلي يې دي که د پاکستان پوځ بیا دغلته عملیات کوي د علاقې خلک به کورونو نه پریږدي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي وو چې د علاقې یو نیم لک کورنۍ یې په خپلو کورونو پرېښودولومحبوره کړې وې او په 2017 کې حکومت ویلي وو د عملیاتو په پایله کې بې کوره شوې ټوله کډوالې کورنۍ بیرته خپلو علاقو ته واپس کړی شوي دي.

د جرګې د مشرانو په وینا د دې جرګو دا لړۍ به روانه وي ترڅو چې دغلته په بشپړه ډول امن نه وي پرځای کړی شوی خو د علاقې حکومتي چارواکي وایي حالت په قابو کې دي. د پاکستان اساسي قانون دغلته غځول شوی او چې څوک د قانون سرغړونه کوی د هغوي پرخلاف به کاروایي کیږي.

د مسید قام روایتي جرګې غړي او د پي ټي ایم فعال عالمزیب مسید وویل دا شپږمه جرګه ده چې د ناامنۍ پرضد د جنوبي وزیرستان د مسیدو په سیمه کې کیږي خو تر اوسه د دوی د امن په غوښتنه عمل نه دی شوی.

هغه وویل دوی اندېښنه لري دغلته بیا نوې نا امني راوړل کیږي او چې کله وسله والو طالبانو سره معاهدې شوۍ د ناکامۍ وروسته هلته عملیات شوي دي.

هغه وویل دوی غوښتنه کوي چې علاقې ته دې ټول انتظامي او عدالتي دفترونه راوړل شي او که دغلته بیا د ناامنۍ وروسته د عملیاتو تیاری نیول کیږي خو دوی په خپلو سيمو کې نه نور پوځي عمليات مني او نه بیا کډوالې ژوند ته مخه کوي.

د جرګې یو بل غړي شاه زېب وویل لس کاله یې کیږي چې تر کډوالۍ وروسته بیرته خپلې علاقې ته ستانه کړي شوي خو دغلته د نا امنۍ سره مخ دی او چې کله په علاقه کې په امنیتي عسکرو برید وشي بیا د علاقې خلک ځورول کیږي نیول کیږي او تشدد پرې کیږي.

هغه ویل بل دغلته بارودي سرنګونه خواره دي چې هره ورځ یې په ځایي خلکو چاودنې کیږي خو د دوی د بارودي ماینو پاکولو غوښتنه نه منل کیږي.

یو بل تن پیرزاده وویل په صوبه کې د شاملېدو پرمهال دوی سره ژمنه شوې وه چې د هیواد نورو سیمو په څیر به قبایلي ضلعو کې حکومتي عملداري په ځای کولی شي.

هغه وویل یوازې پولیس نظام علاقه ته راغلې خو د انتظامیه او عدالتي دفترونه اوس هم په یوه بله ضلع ټانک کې موقیعت لري.

هغه وویل دغلته نه سکول شته، نه هسپتال شته، نه سړک شته او نه بله کومه اسانتیا تر دې مهاله دغلته راغلې.

نوموړي زیاته کړه تر ټولو مهم امن دې چې دغلته امن راوستل شي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د ضلعې انتظامیې او پولیسو مشر سره د رابطه هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

خو د علاقې امنیتي سرچینو وویل تحریک طالبان پاکستان سره خبرې روانې دي او که دا خبرې کاميابيږي دغلته به امن ورسره راشي.

د سرچینو په خبره دا سیمه په صوبه کې شامله کړې شوې د پاکستان اساسي قانون دغلته غځول شوی او هر څه به د ایین او قانون ترمخه کیږي.

د دوی په وینا د علاقې وضعیت په قابو کې دی او چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوي او چې څوک د قانون سرغړونه کوي هغوي پرخلاف به کاروایي کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG