لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:په وسله وال بريد کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی


د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په یوه پوسته وسله وال برید شوی چې پکې بیا یو عسکر وژل شوی دی دا برید په داسې حال کې شوی چې تحریک طالبان پاکستان تر نامالومه وخت اوربند غځولی، په داسې حال کې چې پاکستان د ټي ټي پي سره خبرو دپاره کابل ته جرګه لېږلې ده.

د پاکستان پوځ د شپې ناوخته (3 جون) ويلي، ترهګرو د شمالي وزيرستان دته خېل تحصیل سیمه کې د جون د لومړۍ او دویمې شپې تر مینځ د امنیتي عسکرو په پوسته بريد کړی دی.

پوځ دعوه کړې د ترهګرو برید ته کلک ځواب ویل شوی، خو په نښته کې د پاکستان د پوځ یو عسکر چې تعلق يې د پنحاب د سرګودهې ضلعې سره وو 28 کلن سپاهي حامد علي وژل شوی دی.

د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

دا برید په داسې حال کې شوې چې پاکستاني طالبانو د پنجشنبې/زيارت په ورځ (دوېم جون) ویلي چې د افغان طالبانو په کوربه توب یې د پاکستاني قبایلي مشرانو له یوه پلاوي سره د دوه ورځو راهسې خبرې روانې دي.

د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني په وينا له حکومت سره اوربند د نامعلومې مودې لپاره غځول شوی دی او دا پرېکړه د مشرانو له 50 کسيزې ډلې سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ وروسته شوې ده.

هغه نور جزیات نه دي وکړي چې جرګې سره خبرو پرمهال څه پرمختګ شوی او د اوربند د غځولو په اړه د پاکستان حکومت یا پوځ سمدستي څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

خو په ورستیو کې د طالبانو سره د خبرو په اړه يوازې د پاکستان د خارجه چارو وزير بلاول بټو زرداري د امریکې خبري ادارې سي اېن اېن ټي وي ته ويلي وو دغه خبرې اترې د ډاډ وړ اشاره ده.

ځینې سرچینې وایي د پاکستان د استخبارتي ادارې ایي ایس ایي پخوانې مشر او د پېښور کور کمانډر لیفتننټ جنرل فیض حمید ته تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو ځانګړې دنده یا ټاسک ورکړل شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان په اړه ویل کیږي چې افغان طالبانو سره نیزدې اړیکې لري چا چې د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک په داسې حال کې په لاس کې واخیست، چې د امریکا او ناټو پوځیان له افغانستان نه د وتلو په وروستي پړاو کې وو.

تحریک طالبان پاکستان په کال 2007 کې د بیت الله مسید په مشرۍ پاکستان کې وسله واله فعالیتونه پیل کړي وو او ګڼ شمیر بريدونه يې ترسره کړي چې پکې په زرګونو کسان وژل شوي دي.

سرچینې وایي دوی په هیواد کې د اسلامي قوانینو د عملي کولو، د دوی د غړو خوشې کولو او د هیواد په قبایلي ضلعو کې د پاکستاني پوځ د ایستلو او پخوانې نظام بیا په ځایې کولو ټینګار کوي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند خراساني ویلي، په کابل کې به خبرې په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي. د افغان طالبانو له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستاني طالبانو پرضد له کلونو راهیسې د پاکستان پوځ په عملیاتو بوخت وو او دعوی یې لرله چې د عملیاتو په پایله کې د وسله والو ملا ماته کړې خو تحریک طالبان پاکستان تل دا دعوې ردې کړې وې.

بل لورته د اور بند باوجود وسله وال بریدونه دوام لري او په دا تیرو دوو اونیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اووه پوځي عسکر او 14 ځایي کسان، بنو جاني خېل کې یو د ملیشا ځواک عسکر او لکي مروت کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي. د دغو بریدونو زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG