لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش کې ستره اورلګېدنه او چاودنې: قریب پنځوس کسان مړه شوي او سلګونه نور زخمیان دي


واشنګټن - د بنګله دېش چارواکي وایي چې د هغه هېواد د کنټېنرو په یو ګودام کې د اورلګېدنې له سببه لږ تر لږه یو کم پنځوس (۴۹) تنه مړه شوي او سلګونه نور زخمیان شوي دي.

دا اور د خالي/شنبې په ماخوستن د بنګله دېش په جنوب ختیځ کې د بي اېم اېن لېنډ کنټېنرو په یو ګودام کې پس د هغه ولګېد چې د کمیکلو نه ډک یو کنټېنر کې چاودنې وشوې. د اتوار/یکشنبې په ورځ اورلګېدنه لا هم روانه پاته وه او د اورخاموشه کولو عملې کوشش کولو چې اور مړ کړي.

د کنټېنرو دا ډېپو یا ګودام چې اور پکې ولګېد، د پایتخت ډهاکې جنوب ختیځ پلو، چیتاګونګ بندري ښار ته څېرمه پروت دی.

د چیتاګونګ ښار د صحت د چارو مشر ډاکټر الیاس چوهدري وي او اې ته وویل: "د مړو شمېر تر اوسه پورې ۴۹ ته اوچت شوی دی." هغه زیاته کړه چې د درې سوو (۳۰۰) نه زیات کسان په دې اورلګېدنه او چاودنو کې زخمیان شوي هم دي.

ډاکټر چوهدري فکرمندي وښودله چې د مړو شوو کسانو شمېر به لا زیات شي، ځکه د ځینو زخمیانو حالت ډېر خراب دی. د هغه وینا ده چې "لږ تر لږه شل نور کسان په ډېر نازک حالت کې دي چې ۹۰-۶۰ فیصده بدنونه یې سوځېدلي دي."

د کنټېنرو په سوځېدلې ډیپو کې د اووښتي مالي نقصان کچه، د اولنۍ ارزونې ترمخه، د یو سل او لس (۱۱۰) میلینه ډالرو نه زیات دی.

د اورخاموشه کولو او سېول ډېفنس مشر، برېګېډيئر جنرل ډاکټر معین الدین وي او اې ته ویلي چې په مړه شوو کسانو کې اته تنان یې د اورخاموشه کولو عمله وه، او ۲۱ تنه نور د اور خاموشه کولو عمله زخمیان شوي هم دي.

د بنګله دېش د چارواکو په وینا، دا د هغه ملک په تاریخ کې اول ځل دی چې په دومره شمېره کې د اورخاموشه کولو کارکنان په یوه حادثه کې مړه او زخمیان شوي دي.

د بنګله دېش چارواکي وایي چې تر اوسه د دې اورلګېدنې وجوهات ندي روښانه شوي خو دا معلومه شوې چې اول یو اور لګېدلی و، بیا د دې اور د وجې څو چاودنې وشوې چې ممکن په ډېپو یا ګدام کې د موجودو کیمیکل موادو د ذخیرو چاودنې وې، او بیا د دې چاودنو د وجې غټه اورلګېدنه وشوه.

ځایي خلکو ویلي، د شنبې/خالي ورځې په ماخوستن یې د یوې غټې چاودنې غږ واورېد چې کورونه یې وخوځول او د ودانیو شیشې یې ورماتې کړلې. ویل کیږي چې د دې چاودنې اثرات تر څلور کلومېټره پورې محسوسېدل.

په بنګله دېش کې صنعتي آفات کومه نوې خبره نده، او د څارنې ډلو ویلي دا چې په تېرو کلونو کې د مهلکه پېښو په سر سختې قانوني کاروایئ ندي شوي، د همدې وجې داسې پېښې بیا بیا تکراریږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG