لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا کانګرس کمېټۍ په 2021 کې په کيپيټل هیل د حملې او لوټ مار په اړه خپل تحقيقات وړاندې کړي


واشنګټن - د کانګرس کميټۍ هغه تحقيقات چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په کال 2021 کې په کيپيټل هیل د شوې حملې په اړه راټول کړي د زيارت- پنجشنبې په ماښام کانګرس ته وړاندې کړي چې پکې د يادې ورځ د چور چپاول ويډيوګانې او د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د نزدې پاتې شوو خلکو مرکې هم ښودل شوي دي.

د دوه ساعتونو پورې روانه اورېدنه په ټيليويژن نېغ په نېغه ښودل شوې او دا د اوو ناستو په لړۍ کې وړومبنۍ ناسته وه چې د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پلويانو د حملې په اړه يې فراخه تحقيقات کړي چا چې د کال 2020 انتخابونه د ولسمشر جو بايډن نه بايللي وو.

د کميټۍ د تحقيقاتو تفصيل څو مياشتې مخکې برسېره شوی وو خو د کميټۍ غړو دا اورېدنه د پېنل د مشر بيني تامپسن دې وينا ته پرېښوده چې ووايي د پېښې يو ريښتینی تصوير وړاندې کوي چې د څه د پاره دا حمله وشوه.

هغه وويل “دا حمله د کودتا يوه هڅه وه”.

تامپسن وويل دا تشدد د ګڼ اړخيز سازش برخه وه چې مقصد يې د انتخابونو په شا بوتلل وو او ټرمپ د دې سرخېل و. “اخر چې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ايين کورني دښمنان وهڅول چې په کيپيټل هېل وروخيژي او د امريکا جمهوريت په بله واړوي”.

د شپږمې جنورۍ حمله د ټرمپ د هغې وينا نتيجه وه چې د کيپيټل هېل په خوا کې يې په دغه ورځ کړې وه او خپلو پلويانو ته يې ويلي وو چې په کيپيټل وروخېژئ او د لېونو په شان وجنګيږئ.

کله چې د کانګرس غړي د دې د پاره غونډ شول چې د دستور مطابق د انتخابونو نتيجې د ټرمپ په مقابل کې د بايډن په حق کې اعلان کړي د ټرمپ د 2000 نه زياتو پلويانو د کانګرس په وداني يرغل وکړو چې دا دستوره و نه شي.

نايب صدر مايک پېنس د دستورې مشري کوله چې په دغه وخت کې د کانګرس غړي د حفاظت په خاطر د وداني نه وويستل شول او بيا په ماښام کې بيرته ستانه شول چې د سرټيپيکيشن دستورې پاتې برخه پوره کړي.

د سينټ د يو شريک رپورټ تر مخه په دغه يرغل کې اوه تنه چې يو پکې پوليس افسر هم و ووژل شول او د 150 نه زيات پوليس افسران ټپيان شول.

د يادې حملې مثال د امريکا په تاريخ کې نشته او تامپسن دا هم وويل بلوا کونکو هڅه وکړه چې د واک په امن کې د سپارلو مخه ونيسي او کومه لړۍ چې د 220 کالو راهسې راروانه ده هغه ودروي.

د ټرمپ د وينا په نتيجه د هغه خلاف ايمپيچمېنټ لا د واک نه د لرې کولو قرارداد راوړل شو خو هغه په اخري وخت کې د واک نه ځکه لرې نه کړل شو چې د ريپبلېکن ګوند اکثريت يې په شا ودرېد. دا د ټرمپ خلاف دويم ايمپيچمېنټ و.

د ريپبلېکن غړي او د کميټۍ معاون مشر لېز چېني وويل ټرمپ هڅه وکړه چې انتخابونه په شا وتمبوي ځکه يې د درغلۍ تورونه پورې کړل او دا سره د دې چې خپلو مشيرانو ورته وويل انتخابونه دې بايللي دي.

د ټرمپ د پخواني نزدې ملګرو د مرکو پرله پسې ويډيوګانې هم وښودل شوې چې پکې وايي دوی د ټرمپ په دې خبره باور نه کوي چې په انتخابونو کې درغلي شوې ده.

پخواني اټارني جنرل بېل بار ياد کړل د انتخابونو وروستو ده فکر کولو د ټرمپ د درغلۍ تورونه خوشې خبرې دي چې په غبرګون کې يې د ټرمپ لور ايوانکا ويلي وو دې ته د بار اندازه د منلو وړ ده.

خو ولې ټرمپ په دوامداره توګه کوښښ کړی چې عدالت دې د انتخابونو نتيجې درغلي وګرځوي او د دې د پاره يې چارواکی وټاکلو چې ايالتونو ته پيغام وليږي او ورته ووايي چې جسټس ډيپارټمنټ په دې اړه خپلې انديښنې څرګندې کړي دي.

چېني وويل “کله چې بلواګر په کيپيټل وروختل نو په ځای د دې چې ټرمپ په دې بد ووايي هغه د خلکو دا کار مناسب وبللو. ولسمشر ټرمپ دا خلک راوغوښتل، يو ځای يې کړل او بيا يې د حملې اور وکرلو”.

چېني وويل کله چې ټرمپ ته وويل شول پلويان دې چغې وهي او غواړي نايب صدر دې په دار وځنګول شي نو هغه په ځواب کې ويلي وو ممکن ده چې دوی په حقه وي او مايک پېنس د دې قابل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG