لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: سيمه کې په موندل شوي ګېس او تيلو دې د ځايي خلکو حق اومنل شي


د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان اوسيدونکي وایي د دوي په سیمه کی موندل شوي قدرتي ګېس او تیلو دې د ځایي خلکو حق اومنل شي او غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې کې دوی ته په نوکریو او د خرڅلاو يا رايلټۍ په پېسو کې برخه ورکړي.

د روانې جون د میاشتې په لومړۍ نېټه ماړي پيټروليم کمپنۍ دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې د ځمکې لاندې د تیلو او ګېس نزدې 4915 میټره ژوره ذخیره يې پیدا کړې ده.

کمپنۍ په خپله ویب پاڼه ويلي وو چې له هغې سیمې څخه هره ورځ 25 ميلينه مکعب فټه ګېس ایستل کېدای شي چې د پاکستان د ګېس د ضرورت 15 فېصده برخه به پوره کړي.

د ملک وزيراعظم محمد شهباز شريف هم د زيارت په ورځ اړونده چارواكو ته لارښونه کړې وه چې په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو كې موندل شوو ذخيرو څخه دې عامو خلکو ته د ګېس رسایي یقیني كړل شي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکی عید رحمان وایي چې دوی پېدا شوي د جنګونو سره مخ دي.

هغه وویل دوی سره په پوله کرک ضلع کې ګیس او تېل پیدا کیږي دغه تېل په سلګونو کلومیټره لرې د پنجاب لاهور ښار او د پنجاب صوبې نورو سیمو ته غځول شوی خو په خپله د کرک خلک د ګېس د پاره په سړکونو احتجاجي مظاهرې کوي.

هغه وویل دوی ته یواځې جنګونه ور په غاړه کړی شوي خو د دوی د وسایلو نه پنجاب ګټې اخلي او دوی ته پکې برخه نه ورکړل کیږي.

هغه زیاته کړه په دې قدرتي ګېس او تیلو دې د شمالي وزیرستان حق اومنل شي او غوښتنه یې وکړه چې د خلکو کورونو ته ګېس رسولو، دوی ته نوکریانو ورکولو سره دې په ضلع کې د ماشومانو د پاره تعلیمي ادارې، بهترین هسپالونه او کارخانې جوړې کړل شي.

یو بل تن ملک افتخار داوړ وویل شمالي وزیرستان زیات وخت د جنګونو او پوځي عملیاتو سره مخ پاتې شوی او د علاقې خلک یې په مزدورو پسې په بهر هیوادونو کې مسافرۍ کوي.

هغه زياته کړه بل د علاقې خلک د ضرورت د پاره ځنګلې پرې کوي چې ورسره د علاقې قدرتي ښکلا ته سخت خطر دی.

هغه وویل د پاکستان له ایین سره سم، په کوم سیمو کې چې قدرتي وسایل وموندل شي، تر ټولو لومړی حق پرې د هغه ځایې خلکو وي چې ګټه دوی ته ورسي.

د نوموړي په خبره که د دوی حق منل کیږي یو خو به د علاقې خلک د مسافرۍ سخت ژوند نه خلاص شي بل به د علاقې ځنګلې د پرې کولو نه بچ شي.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی او ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ وایي وزیراعظم شهباز شریف یې په دې قانع کړی چې په دې ګېس د شمالي وزیرستان د خلکو حق اومنل شي.

هغه وویل وزیراعظم د خلکو کورنو ته ګېس ورکولو د پاره د سروی منظوري ورکړې چې په هفته دوه کې به کار پرې شروع شي.

هغه زیاته وي دوی د شمالي وزیرستان د خلکو حق چاته نه پریږدي او رایلټۍ په شکل کې چې څومره پېسې راځي په هغه پیسو به علاقه کې ترقیاتي کارونه کولی شي.

په صوبایي کچه چې چرته قدرتي وسایل پیدا کیږي په هغې لس فیصدي رایلټي منل شوې ده.

دې نه وړاندې پخوانې نیمه قبایلي سیمه بیټني سب ډویژن چې اوس په لکي مروت ضلع کې ورګډه کړی شوې په دې وروستیو کې دغلته هم ګېس او تېل موندل شوي او بيا د غه سيمې خلکو هم احتجاجي مظاهره کړې وه چې د دوی حقوق بل چاته ورکړل کیږي او د دوی حق پرې نه منل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG