لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محسن داوړ: "د قبايلي ضلعو د پېسو مخالفت مې نه دی کړی جګړا دروغ ويلی"


د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تور تيمور سليم جګړا تور لګولی چې د مرکزي حکومت د کابينې په غونډه کې محسن داوړ او د جمعيت علمااسلام يو مشر ويلي، چې د قبايلي ضلعو دپاره صوبې ته پېسې مه ورکوئ، خو محسن داوړ وايي جګړا دروغ ويلي ځکه چې "زه د مرکزي کابينې هډو برخه نه يم نو څنګه به ما دغه خبره کوله".

تيمور سلیم جګړا د ګل/ دوشنبې په ورځ [13 جون] د خېبرپښتونخوا صوبې دپاره د مالي کال 2022-23 د بجټ وړاندې کولو په وېنا کې وويل، مرکزي حکومت په بجټ کې د قبايلي ضلعو پېسې کمې کړي دي.

هغه وويل "د قبايلي ضلعو بجټ چې په درېو کلونو کې عمران خان د 40 اربه روپو نه 130 اربه روپو ته سېوا کړی، دې اېمپورټډ حکومت هغه 110 اربه روپو ته راکم کړی دی، او يو ګوند اې اېن پي، مسلم لیګ ن، او پيپلز پارټۍ یو چا يې پرضد غږ نه دی پورته کړی او پرمختيايي بجټ يې راکم کړې او د کډوالو دپاره يې پکې يوه پېسه نه ده اېښودې".

جګړا وويل د دې مسلې دپاره هغه د خزانې د وزير سره خبره هم کړې ده او هغه ورته هو کړي خو "چې کله د کابينې غونډه کېده د جمعيت علما اسلام يو مولانا او محسن داوړ يې مخالفت کړی چې دوی [د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت] له د قبايلي ضلو دپاره پېسې مه ورکوئ. هغه دعوه وکړه چې دا خبره په ريکارډ ده".

خو محسن داوړ وايي، تيمور سليم جګړا پرې دروغ ويلي، "زه د کابينې برخه نه يم، نو څنګه به د کابينې په اجلاس کې ناست ووم چې د دې فېصله پکې کېدله".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "د دوی يوه مشوره شوې وه، او په هغې کې ما په دې خبرو باندې اعتراض راپورته کړی وو چې تېر کال پي ټي ايي 54 اربه روپۍ اېښې وې نو دې ځل کم ازکم چې 54 اربه روپۍ خو دې خامخا وي، خو د هغې نه پس وزیر خزانه ماته وويل چې تېر کال پي اېس ډي پي د 900 اربه روپو نه هم زياته وه، سږ کال زمونږ سره پېسې نشته خزانه خالي ده نو د 800 اربه روپو پي اېس ډي پي ده، او هغه 54 اربه روپۍ په 900 اربه روپو کې اېښودی شوې وې اوس زمونږ پي اېس ډي پي 800 اربه روپۍ وه، او په هغو مخکنيو کې هغوی په ترقياتي بجټ کې 38 اربه روپۍ لګولې وې يې لګولې.

هغه وويل "دا نورې ټولې پېسې د امنیت دپاره دي هغه په مونږ پسې مه حسابوئ، د تنخاګانو او د پوځ په الاونسونو کې ورکول کيږي هغه هم د فاټا په بجټ پسې حسابول کيږي".

محسن داوړ زياته کړه، "ما وزيراعظم ته ویلي چې هر کال مونږه سوال نه شو کولی مونږ ته په اېن اېف سي اېوارډ کې برخه راکړئ په هغې کې چې زما څومره برخه رسي، هغه به زما وي که څوک پرې خفه وي او که خوشاله وي، هغه به مونږ ته مېلاويږي".

او نوموړی دغه تور په جګړا لګوي چې "دی [جګړا] د څلورو کالو نه د خزانې وزير دی او د دوی څلور کاله په مرکز کې حکومت وو دوی په شریکه په څلور کاله کې اېن اېف سي اېوارډ ونه کړو چې په هغې کې زما د فاټا برخه مېلاو شوی وی".

هغه وويل پکارده چې دوی [د پاکستان تحریک انصاف حکومت] په څلور کاله کې اېن اېف سي اېوارډ کړی وی، د سيکيورټۍ په مد کې ورکړی شوې ټولې پېسې به کارول کېدې او د پرمختیا دپاره ورکړی شوې پېسې به نيمې هم ونه کارول شوې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG