پاکستان کې چارواکو ويلي، په کټ پروت ناروغه پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف بيرته هېواد ته د ستنولو دپاره تيارۍ نيول شوي دي خو پاکستان ته د ستنولو نېټه نه ده ښکاره کړی شوې.
د ګل/ دوشنبې په ورځ [13 جون] لوړ پوړې حکومتي سرچينې وي او اې ته ویلي، مشرف به د هوايي اېمبولنس د لارې د دوبۍ د روغتون نه د هغه د کورنۍ او ډاکټرانو په رضا بيرته راوړل کيږي خو د راوستو کره نېټه يې ده ویلې.
سرچينې ویلي، د ملک طاقتور پوځ د خپل پخواني مشر په شا کلک ولاړ دی چې هغه بيرته راوستل شي او اسانتیاوې ورته برابر کړی شي.
په دوبۍ کې د وي او اې خبريال عرفان بهادر خبر راکوي، د پروېز مشرف نزدې ملګري ډاکټر محمد امجد ويلي، جنرل مشرف اخرۍ سلګۍ په هېواد کې تېرول غواړي، او دغه خبره د پاکستان پوځي مشرتابه ته رسول شوې او پوځ ورته پاکستان ته د راوستلو لاره هواروي.
پروېز مشرف چې دا وخت يې عمر 79 کاله دی درې اوونۍ وړاندې يې د دوبۍ په امريکن روغتون کې درملنه روانه وه اوس خپل کور ته منتقل کړی شوی دی.
په لسم جون د مشرف کورنۍ ويلي وو،
" هغه [مشرف] د یو مشکل وخت نه تېرېږي، اندامونو یې کار پرېښی او بچ کېدل یې ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند پاتې ورځې یې اسانې شي".
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف چې په پوځ تنقيد کوونکی ګڼل کيږي، په 11م جون يې د مشرف په اړه په يو ټويټ کې ویلي وو،
"د جنرل مشرف خراب صحت ته په کتو د هغه وطن په واپس راتلو کې خنډان جوړول نه دي پکار". هغه ويلي وو د تېر پېښې مخې ته را وستل نه دي پکار، مشرف ته يې د صحت د دعا کولو سره زیاته کړې وه چې هغه دې د عمر دغه برخه په عزت سره تېره کړي.
پرویز مشرف د کال 2016م راهسې په دوبۍ کې دی، هغه وخت نوموړي ته دوبۍ ته د درملنې دپاره د تلو اجازه ورکړی شوې وه.
مشرف دغه وخت د غدارۍ د مقدمې سره مخ وو. پرویز مشرف په 1999 کې د هغه وخت د منتخب وزيراعظم نواز شريف حکومت نسکور کړی او په ملک کې يې مارشل لا لګولې او بيا په کال 2001 کې د ملک صدر جوړ شوی او تر 2008م پورې په دغه څوکۍ ناست وو.
د کال 2019 په 17 ستمبر د مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه اورېدونکي ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د ملک سره د غدارۍ په جرم ثابتېدو هغه ته د مرګ سزا اورولې وه.
د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ [مرحوم] د فېصلې په 66م پېراګراف کې ويلي وو چې پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي.
خو وروسته د مشرف د طرفه لاهور هايکورټ ته د يادې فېصلې پرضد خواست شوی وو، او په جنورۍ 2020 کې لاهور هايکورټ دغه عدالت لاقانونه ګرځولی کوم چې مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه او ياد عدالت ویلي وو، چې د پخواني پوځي صدر پرضد د غدارۍ مقدمه هم د قانون ترمخه نه ده جوړه شوې.