لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: ښايي د علي وزير معاملات ښه لوري ته لاړ شي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ویلي، ښايي د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر معاملات ښه طرفته لاړ شي او ضمانت يې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

د پاکستان سپريم کورټ او د سيند هايکورټ هغه ته په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په يوه مقدمه کې يې په ضمانت فېصله محفوظ شوې او په بله مقدمه کې يې اورېدنه روانه ده.

په علي وزير پسې د کال 2020 د مقدمې وروسته درې نورې مقدمې راویستل شوي دي.

د علي وزير په اړه د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله نه د جيو ټي وي په پروګرام کې کوربه حامد میر پوښتنه کړې چې علي وزیر ته د بجټ په اجلاس کې د بحث دپاره د قومي اسمبلۍ سپيکر پروډکشن ارډر ولې نه جاري کوي؟.

رانا ثناالله وويل، "د علي وزير پروډکشن ارډر جاري کېدل پکار دي، او دا وخت چې کوم صورتحال دی زما په خيال معاملات ښايي ښه طرفته لاړ شي، د پروډکشن ارډر ضرورت پېښ نه شي، په يو نيم پاتې کېس کې د هغه ضمانت وشي، لږ کار پاتې دی، زما په خيال وبه شي".

په وروستیو کې د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم په قومي اسمبلۍ کې دغه خبره کړې وه چې په اسمبلۍ کې په بجټ مهم بحث کيږي، پکار ده چې علي وزير ته په دغه بحث کې د برخې اخستو دپاره پروډکشن ارډر جاري کړی شي.

د علي وزیر پرضد دا وخت د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت او 12 نمبر عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

دوېم نمبر عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې او د نوموړي وکیل قادر خان اېډوکېټ وايي 23 جون د فېصلې اورولو نېټه ټاکل شوې ده.

د علي وزیر پرضد چې په وروستیو کې څلورمه مقدمه راښکاره کړی شوې ده سبا په 17 جون د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت کې يې اورېدنه کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG