لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په هند کې د پېغمبر اسلام په اړه لانجمنه بيانونه غندلي


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېغمبر اسلام په اړه چې په هند کې د واکمنه ګوند [بي جی پي] دوه مشرانو کوم بیانونه ورکړي امریکا يې غنده کړې او کوي يې.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس دغه خبره په خبري غونډه کې کړې ده.

په هند کې واکمنه ګوند بهارتيه جنتا پارټۍ [بي جی پې] هغه دوه مشران د ګوند څخه ويستي چا چې د پېغمبر اسلام په اړه لانجمنه بيانونه ورکړي دي، او ويلي يې دي دغه ګوند مذهبونو ته احترام لري او د یو مذهب د سپکاوي اجازت هم نه ورکوي.

بي جی پي د خپل ګوند مشرانو او نورو غړو ته ويلي چې په ټیلي ويژن بحثونو کې په مذهب د بحث څخه ډډه کوي.

د هند حکومت ويلي چې د بي جی پي د دواړو مشرانو بيانونه د حکومت نظر نه دی او حکومت د ټولو مذهبونو احترام کوي خو د هند وزيراعظم نريندرا مودي په دغه اړوند په خپله څه نه دي ويلي.

نېډ پرايس ويلي د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن تېر کال د هند په سفر کې ويلي وو چې د امریکا او هند ولس په يو شان اقدارو يقين لري، چې پکې انساني اقدار او احترام، برابري او مذهبي ازادي شامل دي.

په هند کې د بي جی پي د مشرانو لخوا د پېغمبر اسلام په اړه بيانونو پرضد په بېلابيلو ملکونو کې احتجاجي مظاهرې روانې دي.

په هند کې دننه هم د دغو بيانونو پرضد مظاهرې کيږي او ځینې مطبوعاتي راپورونه وايي د ځینو مظاهره چیانو کورونه وران کړی شوي دي او د دغه ګام په هند کې دننه سخته غندنه کيږي.

ځینې هندي چارواکي وايي په غېر قانونه توګه جوړ کړی شوي کورونه ورانوي خو سياستوالو، مخکنيو ججانو او د بشري حقونو غړو سپريم کورټ ته خط ليکلی چې د دغو پېښو نوټس واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG