لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستاني کډوالو د بيرته ستنېدو دپاره د غلام خان په بندر احتجاجي پرلت پېل کړی


افغانستان ته کډه شوو د شمالي وزیرستان کډوالو د افغانستان او پاکستان تر مینځ غلام خان بندر ته نیزدې احتجاجي پرلت پېل کړی او وایي چې د کله نه په افغانستان کې د اشرف غني حکومت له مینځه تللی د دوی مرستې تړل شوي او د واپسۍ غوښتنه کوي.

احتجاجي پرلت ته په وېنا کې ملک ميران ويلي،په کډوالۍ کې يې مرستې بندې شوې د خوراک څښاک درک نه لري سخت د مشکل سره مخ دي ځکه غوښتنه کوي چې په سمدستي توګه دې بیرته ستانه کړی شي.

هغه د شمالي وزیرستان مداخېل قام او نورو قامي مشرانو او منتخب استازو نه غوښتنه کړې چې د دوی د واپسۍ د پاره دې غږ پورته کړي.

هغه وويل دا احتجاج به تر هغې روان وي چې د واپسۍ غوښتنه يې نه وي منل شوي.

په بنو کې د وزیر قام مشر ډاکټر ګل علم وایي د اپرېل په میاشت کې حکومتي چارواکو دوی سره په افغانستان کې هوایي بمبار کې د وژل شوو د شمالي وزیرستان د کډوالو د کورنيو سره د مالي مرستو او د دغو کډوالو په یوه میاشت کې بيرته راستنولو ژمنې کړېوې، خو تراوسه په دې ژمنو عمل نه دی شوی.

هغه وویل بنو کې نن قامي جرګه شوې او سبا ته بیا جرګه کوي که تر هغه یې د کډوالو د واپسۍ غوښتنه ونه منل شوه بیا به اینده تګلاره جوړه وي چې هغه ځنډول شوی پرلت بیا پېل کړي او غلام خان پولې ته احتجاجي لاریون وکړي.

هغه وخت د حکومت سره د خبرو د پاره ټاکل شوې کمېټۍ یو غړی حکیم وزیر وایي د حکومت په لارښوونه تیره میاشت د مداخېل قام شپږ کسیزه کمیټي افغانستان ته تللې او تر واپسۍ وروسته په افغانستان کې مېشت د 4775 کورنیو فارمونه انتظامیې ته د واپسۍ دپاره ورکړی شوي دي.

هغه وویل تر اوسه په دې فارمونو څه عمل نه دی شروع شوی چې دا کډوال کله واپس کوي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ وایي په دې ورستیو کې 8000 کورنۍ د افغانستان نه راستنې کړی شوي او د تصدیق کولو وروسته د دوی سره د نورو کډوالو په څېر مرستې کیږي.

هغه وویل د واپسۍ د پاره د دوی ټول انتظامات په غلام خان پوله برابر کړی شوي د واپسۍ پریکړه به حکومتي چارواکي کوي اداره تیاره ده چې دا کډوال واپس راولي.

د شمالي وزیرستان د انتظاميې د دفتر چارواکي په افغانستان کې د مېشت کډوالو د واپسۍ فارمونو تر لاسه کول تايیدوي، او وایي د دې جاج اخستل کیږي او د تصدیق کولو وروسته به د دوی د واپسۍ عمل پېل کړي.

د انتظامیې مشر شاهد علي د وي او اې ډيوه پوښتنې ته د واټس اېپ د لارې ځواب کې ویلي، د کډوالود بيرته ستنولو په کار لګيا دي خو په ځينو فارمنو کې تصديق پاتې دی.

تیره ورځ د پاکستان پارلیمان کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ هم د وینا پرمهال د کډوالو د واپسۍ غوښتنه کړې او ویلي يې وو افغانستان کې طالبان خپله مالي مرستې غواړي هغه به کډوالو ته څه مرستې ورکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG