لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: نښته کې يو پاکستانی پوځي او يو ترهګر وژل شوي


افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ جګړه کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوی بل لور ته په غلام خان پوله په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډالو د واپسۍ د پاره احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ هم دوام لري.

د پاکستان پوځ ويلي، وسله والو سره نښته د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې شوې چې د نايک زاهد احمد په نوم د چارسدې سیمې سره تړاو لرونکی یو عسکر پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي د ترهګرو برید ته پاکستاني پوځیانو هم غاښ ماتی ځواب ویلی او د امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو ترهګر وژل شوی دی.

پوځ په بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوي ترهګر له قبضې څخه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي دي.

پوځ د برید کوونکي پیژندګلو د ضیا الله په نوم څرګنده کړې او ویلي په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوی دی.

د پوځ په بیان کې د ترهګرۍ دجرړو ویستو هوډ ښکاره کړل شوی او ویل شوي چې د پوځي سرتیرو په داسې قربانیو به د پوځ حوصلې نورې هم لوړیږي.

تر اوسه د دې برید زمه واري کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده

په دې وروستیو کې په امنیتي سرتیرو بریدونو او د هدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې او دوه ورځې وړاندې ټانک، جنوبي وزیرستان او کرمه قبایلي ضلعې کې په پولیسو او ځایي مشرانو وسله وال بریدونه شوې چې پکې د دوو پولیس عسکرو په ګډون پینځه کسان وژل شوي او درې ټپي شوي روانه میاشت په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په وینا په امنیتي عسکرو څلور بریدونه شوي چې پکې څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي وو.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او وايي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

په وروستیو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او صدر اعظم ډاکټر عارف علوي د پوځي عسکرو په وژنه خواشينۍ څرګندې كړي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو تر مینځ خبرې روانې دي د او د دغو خبرو وروسته ویل شوي د ټي ټي پي د بلې اعلاميې پورې به ډز بندي وي.

بل لور ته د پاکستان او افغانستان تر مینځ غلام خان بندر ته نیزدې په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوالو احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ دوام لري دوی وایي چې د کله نه په افغانستان کې د اشرف غني حکومت له مینځه تللی د دوی مرستې تړل شوي او د واپسۍ غوښتنه کوي.

احتجاجي پرلت ته په وېنا کې یوه سپین ږيري ناول خان ويلي، دغلته کډوال انتهایي په مشکل کې دی خرڅ خوراک نه لري او مجبور شوي چې احتجاجي پرلت یې پیل کړی دی.

د وزیر قام مشر ډاکټر ګل علم وایي دا زیاتره د افغان پولې سره جوختې د شمالي دته خېل او شوال سیمو خلک دي چې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال مجبوري په حالت کې افغانستان ته کډه شوي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې مشر شاهد علي د وي او اې ډيوه پوښتنې ته د واټس اېپ د لارې ځواب کې ویلي، د کډوالود بيرته ستنولو په کار لګيا دي خو په ځينو فارمنو کې تصديق پاتې دی. او د تصدیق ورسته به ستنیدو عمل پیل کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG