لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زېلنسکي: مونږ به هر هغه څه چې زمونږ دي، بېرته ترلاسه کوو


د اوکراین ختیځه علاقه ډونېټسک د سختو جګړو شاهد پاته شوی او ویل کیږي چې هلته زیاته وراني پېښه شوې ده

واشنګټن - د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د ملک دوو جنوبي ښارونو ته د سفر نه وروسته، نن د اتوار/يکشنبې په ورځ (د جون ۱۹مه) وویل، "مونږ به (خپلې) جنوبي علاقې هېچا ته ورپرېنږدو، مونږ به هر هغه څه بېرته ترلاسه کړو چې زمونږ دي."

صدر زېلنسکي وویل، د اوکراین په جنوبي سیمو کې نقصانونه ډېر سېوا شوي، ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، د عامو خلکو دپاره د بنیادي موادو د رسولو لارې چارې زیانمنې شوي، او ځیني نورې ټولنیزې مسئلې هم رامنځ ته شوي دي. زېلنسکي ډاډ وښود چې هرڅه به بېرته بحاله کړی شي.

د زېلنسکي وینا وه: "روس دومره میزائیلونه نلري لکه زمونږ خلک چې د ژوند کولو دپاره خواهشات لري."

د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې د روس جګړه، ممکن ډېره اوږده وي او ډېر لګښت ولري. ینس سټولټنبرګ د جرمني اخبار – بېلډ ام سونتاګ – سره په یوه مرکه کې وویل: "مونږ باید دې ټکي ته آماده اوسو چې دا [جګړه] ښایي کلونه دوام وکړي. مونږ ته په کار ده چې د اوکراین ملاتړ کم نکړو."

د نېټو سېکټري جنرل پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې، "آن که ډېر په لوړ قیمت هم وي، نه صرف د پوځي مرستې له اړخه بلکې د انرجۍ او خوراکي موادو د قیمتونو د لوړېدو" په نتیجه کې هم په کار ده چې د اوکراین د ملاتړه لاس وانخېستل شي.

بل اړخ ته د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن هم خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې جګړه، ممکن ډېره اوږده شي، او بل دا چې اوکراین "وسلو، سامانونو، ګوله بارود، او پوځي تعلیماتو ته" ضرورت لري او دا مرستې باید دومره تېزې ورورسول شي چې د روس نه په دې کې مخ ته شي.

په همدې مهال د جرمني چانسلر اولاف شولټز د هغه ملک ډي پي اې خبري ادارې سره په مرکه کې ویلي، اوکراین دا طمعه کولی شي چې "څو پورې ضرورت موجود وي" د جي-۷ ډلې ستر جمهوریتونه به ورسره مرستې جاري ساتي.

په ورته وخت کې د اوکراین په ختیځه سیمه ډونباس کې جګړه په تېزۍ سره روانه ده او د برطانیې دفاع وزارت چارواکو سنجش کړی چې د جګړې په دواړو اړخونو کې د عسکرو حوصلې په راټېتېدو ښکاري.

XS
SM
MD
LG