لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: د وزیرستان د ځوانانو د تنظیم څلور فعال غړي نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې نامالومه وسله والو د سيمې د ځوانانو تنظیم يوت اف وزیرستان څلور فعال په ډزو وژلي دي.

په وژل شوو ځوانانو کې وقار داوړ، سنید داوړ، حماد دوراني او اسد داوړ شامل دي.

پولیس او یوت اف وزیرستان پېښه تاييد کړې او ويلي یې دي دا پېښه پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ [19 جون] د شمالي وزیرستان میر علي تحصیل په حېدر خيل کلي کې شوې ده

د میر علي تاټې چارواکي وایي تر برید وروسته پولیس دې پېښې ځای ته رسېدلي او پلټې يې پیل کړي دي.

د یوت اف وزیرستان صدر کابل جان وویل په پېښه کې د دوی څلور کارکوونکي وقار داوړ، سنید داوړ، اسد داوړ او حماد دراني وژل شوي دي.

هغه وویل دوی نن حېدر خېل سیمې ته تللي او هلته په دوی نامالومو موټر سايکل سورو وسله والو ډزې کړي او وژلي يې دي. هغه وویل تر دې مهاله د دوی د تحریک اووه کسان ووژل شو.

د خېبرپښتونخوا د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] ويلي په وژل شوو کسانو کې يو د ادارې کار کوونکی حماد الدين هم شامل دی.

په سمدستي ډول د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

سياسي او ټولنيزو فعالو د دغه پېښې غندنه کړې ده.

د شمالي وزيرستان د قومي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ويلي په وژل شوو څلورو واړو فعالو کې يو د دوی د ګوند غړی وو، او دا کسان د ترهګرۍ پرضد کلک اواز وو.

هغه په بل ټویټ کې د دغه پېښې پرضد په ټول ملک کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ویلي، د خاورې رښتوني بچي سياسي فعال په هغه ځای کې وژل شوي چې په غټه کچه پکې پوځ پروت دی د معدنياتو ډکه ده. او د ترهګرۍ پرضد د زمانې د بدنامې جګړې په 20 کاله تېرېدو هم د استعماري وژنو خاتمه نه ليدل کيږي.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د پېښې غندنه کړې، د وژنو په پېښه يې افسوس څرګند کړی او ويلي يې دي، په پېښه کې ککړ کسان به په هيڅ صورت د نيولو نه بچ پاتې نه شي.

تیر کال د اګست په میاشته کې د تنظیم مشر او بیا د مارچ په میاشت کې ویاند مصور دواړ نا مالومه کسانو په ډزو سره وژلي وو.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر نثار علي وایي د يوت اف وزیرستان په نوم د ځوانانو دا تنظيم په کال 2015 کې د ضرب عملیاتو له امله بې کوره شوو خلکو د حقونو دپاره جوړ کړی شوی وو، چې زياتره غړي يې ځوانان وو.

هغه وویل د وزيرستان نه چې خلک کډوال شو او د ستونزو سره مخ وو دغه تنظيم به د خلکو د مسلو دپاره غږ پورت کولو.

هغه زياته کړه چې کله د علاقې خلک بيرته علاقې ته ستانه شو دا تنظيم فعال وو او په علاقه کې چې د بدامنۍ پېښې پېل شوې تنظيم به د بدامنۍ پرضد غږ پورته کوو.

نوموړی د دوی وژنه د علاقې او پښتون قام د پاره غټ تاوان ګڼي.

په ورستي کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او وايي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

پرون هم په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ډزو په پېښو کې نن څلور تنه وژل شوي دي، پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي دا د شمالي وزیرستان میرعلي او د جنوبي وزیرستان شکتوی او خېسور سیمو کې شوې وې.

خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د روان کال په 22 فرورۍ د ردالفساد عملياتو په څلور کاله پوره کېدو په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې په قبايلي علاقو کې امنيت په ځای کړی شوی او د وژنو د پېښو په اړه يې ویلي د وژنو يا بدامنۍ هره پېښه دې هدفي وژنه او ترهګري ونه ګرځول شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG