لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: د پرمختيايي محرومۍ په سر د قبايلي ضلعو حکومتي او مخالفه ممبران يوه خوله شوي


د قبايلي ضلعو نه منتخب شوو د واکمنه تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکو او د دغو سيمو نه د مخالفه ګوندونو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړو د اسمبلۍ د غونډې نه بايکاټ کړی دی. دوي ويلي د صوبايي او مرکزي حکومت لخوا د قبايلي ضلعو سره بې انصافي کيږي، د دوی په وينا قبايلي ضلعې د صحت کارډ پروګرام نه ويستل کيږي او د دې ترڅنګ ورته کليزې 100اربه روپۍ هم د پرمختيايي کارونو دپاره نه ورکول کيږي.

د ګل/دوشنبې په ورځ [20 جون] په صوبايي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان نه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي نصير الله وزير وويل دوی خبر شوي دي چې د قبايلي ضلعو خلک د صحت کارډ پروګرام نه ويستل شوي دوی د اوسني وفاقي حکومت نه ګيله څنګه وکړي ځکه چې په کوم وخت کې مرکزي حکومت د صحت کارډ پروګرام صوبې ته سپارلو په هغه وخت کې په وفاق کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت وو.

هغه زیاته کړې چې اوس خېبر پښتونخوا حکومت ته وويلل شو چې د صحت کارډ پروګرام په خپل بجټ کې واچوي نو صوبايي حکومت دوی ته وويل چې وفاقي حکومت تاسو د دې پروګرام نه ویستلي يئ، خبره يې په مرکزي حکومت ور واړوله.

نوموړي ويل د دوی په انتخابي حلقو کې پرمختيايي کار نه دی شوی او د قبايلي ضلعو 5000 په کنټريکټ ګومارل شوو کسانو نوکرۍ پخې نه کړی شوې، د نورې صوبې د کالجونو استازانو نوکرۍ پخې کړی شوې خو د قبايلي ضلعو هغه بيا داسې پاتې کړی شوي دي.

هغه ګيله وکړه چې په انتخابي حلقه کې یې پرمختيايي کارونه سر ته نه رسول کيږي او دوي تراوسه ځان داسې نه ګڼې چې لا د صوبې برخه نه دي جوړ شوي.

د حکومت مخالفه د عوامي نېشنل ګوند د مومندو نه د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند ډيوه ته وويل د ګل په ورځ د پاکستان تحريک انصاف او د مخالفه سياسي ګوندونو د قبايلي ضلعو غړو د اسمبلۍ د بجټ اجلاس نه بايکاټ وکړو او په خپل مينځ کې يې پريکړه وکړه چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي د اجلاس نه به بايکاټ کوي.

د نهې په ورځ د باجوړ نه د تحريک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي اجمل خان او د کرمې ضلعې نه سيد اقبال ميا ډيوه ته وويل دوي به د صوبې وزير اعلا محمود خان سره ملاقات کوي او تمه لري چې د دوي خبرې به ومنل شي او مسلې به يې هوارې شي.

سيد اقبال وويل د دوي شکايت د وفاقي حکومت نه دی او د خپل صوبايي حکومت سره کلک ولاړ دي.

خو نصير الله بيا زیات شکايتونه د خپل ګوند د حکومت نه کړي دي.

نثار مومند هم وويل که د تحريک انصاف د قبايلي ضلعو د اسمبلۍ غړي په دې کې بريالي شو نو دوی به يې ملګري وي، خو که غوښتنې يې ونه منل شي نو د قبايلي ضلعو د حکومتي ګوند د غړو د ملا تړ نه بغېر به هم خپل احتجاج جاري ساتي.

په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا د صوبې د بجټ وړاندې کولو په مهال تور لګولی وو چې مرکز د قبايلي ضلعو دپاره بجټ د 140 اربه روپو نه 110 اربه روپو ته راکم کړی دی.

له دغې وروسته د مرکزي او صوبايي حکومت ترمنځ د خطونو د لارې د قبايلي ضلعو دپاره د صحت کارډ په مسله تکراري جوابونه شوي چې تراوسه یې کومه ختمي نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG