لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: پاکستان که اوبه سمبال نه کړې د سختې وچکالۍ سره به مخ شي


څېړونکي وايي د موسمي بدلون او نړيوالې تودوخې له امله په پاکستان کې د وچکالۍ کچه ورځ تربلې سېوا کيږي چې زيان يې انسانانو، حېواناتو او فصلونو ته رسي.

دوی وايي په هېواد کې د اوبو ضرورت پوره کولو لپاره د موجوده ذخيرو باوجود خواوشا 31 ميلينه ايکړه فټه اوبه پکار دي کومې چې د ځمکې د لاندې نه اوبو څخه پوره کولی شي چې ورسره د اوبو کچه هم ټيټيږي. او که د واورو ویلې کېدو اوبه سمبال نه کړی شوې، بې درېغه وکارول شوې، وچکالي به سختې بدې اغېزې وکړي.

څېړونکي وايي په پاکستان کې د اوبو د کمي او مخ په زياتېدونکې وچکالۍ کې لوی علت موسمي بدلون دی.

د اوبو او ماحولياتو ماهر ډاکټر جمال خټک وي او اې ډېوه ته وايي د ابادۍ زياتېدو سره د اوبو په استعمال کې هم زياتوالی راغلی، خو د ابو ذخېره کولو لپاره تراوسه مناسب بندوبست نه دی شوی.

"دا د واپډا سټډي يا شمېري دي چې په کال 2025 کې به مونږه سره 104 ميلين اېکړه فټه اوبه وي او زمونږه ضرورت به 135 ميلينه اېکړه فټه اوبه وي، دغه 31 ميلينه اېکړه فټه اوبه مونږه د ځمکې لاندې نه ترلاسه کوو".

هغه وايي چې د ابادۍ سېوا کېدو سره به د اوبو ضرورت نور هم سېوا کېږي او که اوبه خوندي نه کړل شوې نو په راتلونکو کالونو کې به وچکالي نوره هم سېوا شي.

د انګريزۍ ژبې ډان اخبار په خپله يوه اداريه کې ليکلي چې د ملګرو ملتونو د پرمختايي پروګرام د اندازې ترمخه پاکستان کې د يو تن لپاره د اوبو شتون چې په کال 1951 کې 5060 کيوبک مېټره د کال په سر وو هغه اوس 908 کيوبک ميټره ته راکم شوی کومه چې د اندېښنې وړه خبره ده.

د پېښور زرعي پوهنتون د اګرانومي څانګې استاز ډاکټر اسد خان وي او اې ډيوه ته وايي چې د وچکالۍ څخه د سيند او بلوچستان صوبو ترڅنګ د خېبر پختونخوا ځينې برخې هم متاثره شوي او د فصلونو په پېداوار يې بدې اغېزې کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، " بلوچستان کې چې کومې مېوې وې او هلته نه به راتللې اوس هغه نه راځي او ډېر باغونه وچ شوي دي، دې مخکې ورځو کې ګرمي سېوا شوې وه نو زمونږه په غنمو کې يا خو دانه نه وه شوې او يا ډېره وړه وه، د غنمو پېداوار د 20 نه تر 30 سلنه سږ کال کم شوی دی".

ډاکټر جمال خټک زياته کړه چې د راتلونکو نسلونو لپاره د اوبو خوندي کولو په عرض کوټلي ګامونه اخيستل د وخت ضرورت دی.

هغه دا هم وويل، " څنګه چې بجلۍ ته ميټر لګېدلی نو چې دغه شان اوبو ته هم نه وي لګېدلی نو زمونږه ستونزه نه حل کيږي، دوېمه دا چې مونږه ته د اوبو يو قطره هم مېلاوېږي چې هغه نه ضايع کېږي او د لوی او وړو ډېمونو په شکل کې هغه مونږه جمع کوو".

تير کال د جولايي په 13مه د اوبو د وسايلو وفاقي وزارت له خوا په سېنېټ کې جمع کړل شوي رپورټ کې ويلي شوي وو چې د خېبرپښتونخوا په پينځو ضلعو کې په تيرو لسو کالو کې د اوبو کچه د 25 نه تر 75 فټه پورې په ځمکه کې لاندې تللې ده.

په دغه رپورټ کې دا هم ويلي شوي وو چې د بلوچستان صوبې په ډېره بګټي او نصير اباد ضلع کې هم ځمکنۍ اوبه د نشت برابرې دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

XS
SM
MD
LG