د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې مخکښ علي وزير د ګډون امر/ پروډکشن ارډر جاري کړی دی.
د قومي اسمبلۍ د سپيکر سيکرټريټ د علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د ګډون امر/ پروډکشن ارډر پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [21] جاري کړی دی.
د علي وزير پروډکشن ارډر په داسې حال کې جاري کړی شوی چې نوموړی د کراچۍ په مرکزي زندان کې دی او دوه شپې وړاندې هغه د ناروغۍ له امله د زندان څخه د کراچۍ جناح روغتون ته منتقل کړی شوی دی.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نور الله ترين وي او اې ډیوه ته ويلي، علي وزیر ته د وړاندې نه د ملا مسله وه او د خون د فشار سره مخ وو، عدالت ته وړاندې هم ويل شوي وو، خو د ګل/ دوشنبې په ورځ [20 جون] بيا هغه روغتون ته بوتلل شوی دی.
نوموړي وويل د علي وزير روغتيايي ستونزه د خطرې نه بهر ده، د معمول د معاینې او د ملا او وينې د فشار/ بلډ پرېشر د کتنې دپاره بوتلل شوی دی.
په وروستيو کې په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په اسمبلۍ کې ويلي وو، په داسې حال کې چې په اسمبلۍ کې په بجټ بحث روان دی، د علي وزير پروډکشن ارډر دې جاري کړل شي.
له دې وړاندې نوموړي ويلي وو د تحریک انصاف په حکومت کې به علي وزير ته پروډکشن ارډر نه ورکول کېدو اوس خو د شريکو ګوندونو حکومت دی پکار ده چې علي وزیر ته د اسبملۍ په غونډه کې د ګډون موقع ورکړی شي.
له دې وړاندې پاکستان پيپلز ګوند هم ویلي وو، د اسمبلۍ په غونډه کې د علي وزير ګډون اييني حق دی، پکار ده چې د اسمبلۍ د بجټ په غونډه کې علي وزیر د خپلې علاقې د خلکو استازيتوب وکړي.
علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی. نوموړي ته د پاکستان سپريم کورټ او هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په يوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې چې سبانۍ د 23 جون نېټه پکې د فېصلې اورول دپاره ټاکل شوې او بله مقدمه يې روانه ده.