لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان زلزلې ته د نړېوالو ادارو او ملکونو غبرګون


واشنګټن - په افغانستان کې د وروستۍ سختې زلزلې له امله، د سیمې او نړۍ یو شمېر چارواکو د افغانستان د خلکو سره خواخوږي ښودلې او ځینو ملکونو د سمدستي مرستو دپاره آمادګي هم ښودلې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د هغوی ادارې، د زلزلې د نقصانونو په جاج اخېستو او د فوري مرستو په لېږلو بوختې دي. ګاونډي ملکونو، پاکستان او ایران هم د مرستو دپاره آمادګي ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د هغوی کاري ډلې د زلزله ځپلو سیمو د ضروریاتو په ارزولو او هغو ځایونو ته د مرستو په لېږلو بوخت دي.

د رېډ کراس یا سره صلېب کمیټه او د افغانستان سره میاشت یا هلال احمر هم د مرستو رسولو د سهولت دپاره ګامونه اوچت کړي دي. د بحراني حالاتو د قابو کولو په برخه کې د یورپي کمېشن غړي یانېز لینارچیچ په یو ټویټ کې ویلي چې د یورپي اتحاد د بېړنیو حالاتو د مرستو د نظم اداره په افغانستان کې موجوده حالات له نږدې څاري او د امدادونو د هماهنګۍ دپاره آماده ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په پښتو ژبه یو ټویټ کې د غمشریکۍ ترڅنګ ویلي چې "پاکستاني چارواکي په دې مشکل وخت کې د افغانستان سره مرستې لپاره چمتو دي."

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې – آی اېس پي آر – هم په افغانستان کې د زلزلې او سېلابونو له امله د اووښتو زیانونو په باب ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې "د افغانستان خلکو ته د هر ډول ممکنه بشري امداد" رسولو ته آماده دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان چې په خیبرپښتونخوا کې یې اوس هم د تحریک انصاف ګوند صوبایي حکومت چلیږي، د همدردي څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د خیبرپښتونخوا حکومت ته یې هدایات ورکړي چې زلزله ځپلو ته دې د طبي سهولیاتو غوندې هرقسم امداد فراهم کړي.

کابل کې د ایران سفارت هم د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې ملک یې د بنیادي مرستو دوه هوایي جهازونه افغانستان ته لېږي.

د هند د خارجه وزارت ویاند ارېندم باګچي د افغانستان د زلزلې له امله د ټولو زیانمنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې هندوستان "په دې سخت ساعت کې مرستې او ملاتړ ته ژمن دی."

د چین خارجه وزارت ترجمان د غم ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ویلي چې چین آماده دی افغانستان ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.

د کاتولیکو عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسېس د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه په افغانستان کې د زلزلې د امله مړه شویو کسانو دپاره دعا کړې ده. پوپ د زیانمنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او امید یې ښکاره کړی چې د ځورېدلو افغانانو د مرستې دپاره هرڅوک سره لاسونه ورکړي.

په افغانستان کې مرګونې زلزله دا ځل په داسې وخت کې پېښه شوې ده چې واک اختیار هلته د طالبانو په لاس کې دی او هېڅ ملک هم د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت ندی پېژندلی. په کابل کې ډېر شمېر سفارتونه تړلي او هغه د پخوا په شان بهرنۍ مرستندویه ادارې هم اوس افغانستان کې فعالیتونه نلري.

د نړۍ د نورو برخو نه د تازه بیانونو په راتلو سره به دا رپوټ بیا هم تازه کړل شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG