لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د احتجاج وروسته علي وزیر جېل ته منتقل شوی، د ضمانت فېصله يې بيا نه ده اورول شوې


د احتجاج وروسته د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [23 جون] د جناح روغتون نه جېل ته منتقل کړی شوی او بل لور ته د نوموړي د ضمانت په خواست محفوظ کړی شوې فېصله پرون نه ده اورول شوې، بله نېټه پکې 28 جون ورکړی شوې ده.

علي وزیر چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د ګل او نهې په مينځنۍ شپه کې د ناروغۍ له امله هغه د کراچۍ جناح روغتون ته بوتلل شوی، د شورو/ چهارشنبې او زیارت/ پنجشنبې په ماسخوتن د نوموړي يوه ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې پکې هغه تور لګولی په روغتون کې پرې دوه ځله حمله شوې ده.

وروسته د پي ټي اېم يو مشر محمد شېر مسيد وي او اې ته ويلي وو، علي وزير په روغتون کې احتجاج کړی چې هغه ته خطره ده ځکه هغه دې د روغتون نه جېل ته او يا د قومي اسمبلۍ غونډې ته ولېږل شي.

د قومي اسمبلۍ سپيکر په 21 جون د علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د ګډون امر/ پروډکشن ارډر جاري کړی وو.

علي وزیر ته په روغتون کې د خطرې يا په هغه د حملې په اړه وي او اې ډيوه د جناح روغتون د مشر ډاکټر شاهد رسول سره خبرې شوي او هغه ورته په وټس اېپ د ځواب ورکولو ويلي خو بيا يې ځواب نه دی کړی او نه د سيند صوبايي حکومت په دغه اړوند څه ويلي دي.

د شورو او زیارت په مينځنۍ شپه کې بيا د پي ټي اېم مشرانو ويلي وو د پوليس او ډاکټرانو سره د خبرو وروسته علي وزير بيرته وارډ ته تللی او دوی ته باور ورکړی شوی چې علي وزیر به د زیارت په ورځ ماسپښين جېل ته ولېږل شي خو پرون په څلور بجې مازيګر بيا د پي ټي اېم مشرانو د جناح روغتون مخې ته احتجاج کړی چې پوليس او ډاکټران د خپلې خبرې څخه په شا شوي دي.

خو وروسته بيا ماښام ته نزدې په شپږ بجې علي وزير د جناح روغتون نه جېل ته منتقل کړی شوی دی.

د علي وزير د خوشي کولو او د هغه سره د کېدونکي سلوک په اړوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کراچۍ او کوټه کې احتجاجي مظاهرې هم کړي دي.

او عوامي نيشنل ګوند په علي وزیر د مبيينه حملو د پلټنو او د هغه په پروډکشن ارډر د عمل کولو غوښتنه کړې ده.

پرون د علي وزير د ضمانت په خواست د محفوظ کړی شوې فېصلې اورولو نېټه ټاکل شوې خو د علي وزير وکيلانو ويلي د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت فېصله ده اورولې او په 28 جون د فېصلې اورولو نېټه يې ورکړې ده.

علي وزیر ته د پاکستان سپريم کورټ او د سيند هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په يوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې او په بله مقدمه کې يې اورېدنه روانه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG